شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / پخوانی و لسمشر مشر حامدکرزى:  امريکا دې د ترهګرو په پلمه د افغانانو له وژنې لاس واخلي

پخوانی و لسمشر مشر حامدکرزى:  امريکا دې د ترهګرو په پلمه د افغانانو له وژنې لاس واخلي

 

له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم د افغانانو پر کليو او بانډو بريدونه او د ملکي وګړو وژنه د بشر ضد جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو خلاف عمل دى

امريکايي ځواکونه  دملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني او وايي چې دوى وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده

امريکايي ځواکونو په هسکه مېنه کې پر ملکي وګړو هوایي برد وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١۶ کسان ووژل شول(ځايي اوسېدونکي)

کابل – پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژنه غندلې او له امريکا يې غوښتي چې د ترهګرو په نوم د  افغانانو له وژلو لاس واخلي.

د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په وينا، امريکايي ځواکونو وړمه ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د علمياتو پر مهال پر ملکي وګړو بمبار کړى چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١۶ کسان ووژل.

خو ناټو وايي په ننګرهار کې یې ملکي وګړي نه دي وژلي. په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار کې یې په هوايي برید کې هېڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اړولې بلکې وژل شوي ټول وسله وال دي. د امریکايي ځواکونو یوه ویاند باب پورتیمن په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ادعا ناسمه ده. دخبرپاڼې له مخې امریکايي ځواکونو هغه موټر په نښه کړی چې وسله والو پکې وسلې او مهمات ځای پر ځای کول.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي د هسکې مېنې پر پېښې خپله ژوره خواشيني او اندېښنه څرګنده کړې ده.

حامد کرزي له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم د افغانانو پر کليو او بانډو بريدونه او د ملکي خلکو وژنه د بشر ضد جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو خلاف عمل بللى دى.

هغه يو ځل بيا د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت څخه غوښتي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم له افغان وژنې لاس واخلي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *