دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / مسلمیار د ننګرهار:  په ننګرهار کې د هدفي وژنو په مقابل د کشفي ادارو بې غوري د منلو نه ده

مسلمیار د ننګرهار:  په ننګرهار کې د هدفي وژنو په مقابل د کشفي ادارو بې غوري د منلو نه ده

 

په ننګرهار کې د هدفي وژنو لړۍ چټکه شوې او د ننګرهار کشفي ارګانونه د پېښو په مخنيوي کې د پاتې راتلو تر څنګ، تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې عاملین یې ونیسي

جلال اباد – د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلیمار په یاد ولایت کې امنیتې ادارې د هدفي وژنو په مخنیوي کې پاتې بللې دي. هغه زياته کړې، چې په ننګرهار کې د هدفي وژنو لړۍ چټکه شوې او د ننګرهار کشفي ارګانونه د پېښو په مخنيوي کې د پاتې راتلو تر څنګ، تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې د پېښو عاملین ونیسي. مسلميار په یاد ولایت کې کشفي ادارو ته د ګواښ تر څنګ په دې ټينګار وکړ، چې ټول کشفي ارګانونه او ملي امنيت ادارې تر منځ دې همغږي رامنځته او هم دې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره يوه منظمه طرحه برابره کړي. په روانه میاشت کې د جلال آباد ښار په ګډون ددې ولایت په ولسوالیو کې هم یو شمیر قومي مشران او مدني فعالان د هدفي وژنو ښکار شوي دي. مسلمیار، چې په ننګرهار ولایت کې د ځوانانو نړیوالي ورځې نمانځغوڼده کې خبرې کولې، د ملي یووالي له حکومت یې پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی. په یاده غونډه کې د ننګرهار پوځي مسوولیونو هم په دې ولایت کې د شته امنیتې ستونزو پخلی کړی دی.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *