دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / حکمتيار: د ناټو ماموريت د روسانو په څېر ناکام دی او روسانو زړه تګلاره تعقیبوي

حکمتيار: د ناټو ماموريت د روسانو په څېر ناکام دی او روسانو زړه تګلاره تعقیبوي

روسان و نه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسيږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی
موږ بايد د بحران د حل لپاره افغاني حل لاره ولټوو او له بهرنيانو د سولې د راوستلو تمه ونه لرو
کابل – د حزب اسلامي مشر حکمتيار په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او ويې ويل چې ناټو هم د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي. نوموړي زیاته کړه، روسان و نه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسيږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی .
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په لېږل خبر پاڼه کې راغلي چې ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې پرون د ختيځو ولايتونو شورا مشرتابه او غړو سره د ليدنې پر مهال کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د ختيځو ولايتونو شورا رئيس عبدالخالق حسيني پشه يي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له دولت سره يې د حزب اسلامي د سولې معاهدې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي حکمتيار ته په خطاب کې ويلي: “له ناخوالو او جګړو څخه د وتلو لپاره ستاسو د اواز اوچتول مهم دي او تاسو بايد دا هېواد او خلک وژغورئ.”
حکمتيار د ختيځو ولايتونو شورا له غړو څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې ورسره همکاري وکړي. نوموړي زياته کړه، که مشرقي ولايتونه متحد شي، نو د امن په راوستلو کې به يې ونډه ځلانده او اغېزمنه وي.حکمتيار ويلي: ((موږ بايد د بحران د حل لپاره افغاني حل لاره ولټوو او له بهرنيانو د سولې د راوستلو تمه ونه لرو.))
د نوموړي په خبره، افغانان په خپله بايد د سولې د تامين لپاره ملا وتړي او قومونه بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي او خپلې سيمې د سولې سيمې ونوموي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *