چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / په نیمروز کې ایرانی ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

په نیمروز کې ایرانی ځانمرګی بریدګر نیول شوی دی

یاد کس یې هغه مهال ونیو، چې وسله والو مخالفانو د پولیسو په یوه سرحدي پوسته برید وکړ(امنیه قوماندان)

زرنج – د سوېل لوېدیځ نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي، په خاشرود ولسوالۍ کې یې یو ایرانی ځانمرګی بریدګر نیولی دی. د نیمروز امنیه قومندان جیلاني ابوبکر وايي، نیول شوی کس ځان ایرانی معرفي کوي. د نوموړي په خبره، یاد کس یې پنځه ورځې وړاندې هغه مهال ونیو، چې وسله والو مخالفانو د پولیسو په یوه سرحدي پوسته برید وکړ. ابوبکر زیاته کړه، له پولیسو سره په نښته کې درې بریدګر وژل شوي هم دي. تر دې وړاندې هم د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو چارواکو د دغو سیمو په ناامنه کولو کې د ایران د لاس لرلو خبره کړې وه. په افغانستان کې ایراني ډیپلوماټانو تل د افغانستان په ناامنۍ کې د ایران لاس لرل رد کړي دي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *