دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا د هېواد برخليك كرايي قاتلانو ته سپارل كېږي؟

آيا د هېواد برخليك كرايي قاتلانو ته سپارل كېږي؟

د سي آى اې مشر كابل ته راغى، له غني او عبدالله سره يې وكتل او بېرته ستون شو. د باخبرو سرچينو په قول د نوموړي د خبرو محور امنيتي كمپنيو ته د افغانستان د جګړې سپارل وو. داسې ښكاري چې دوه سره حكومت دغه خبره ورسره منلې هم وي.

امنيتي كمپنيو ته د امريكا د حكومت لېوالتيا معلومه ده، دا د امريكا د پوځي ستراتېژۍ برخه ده او موخه يې دا ده چې له يوه پلوه د امريكا د جګړې لګښت كم شي، بل لور ته د امريكايانو مرګ ژوبله را ټيټه شي. د بلك واټر بنسټګر چې د ټرمپ حكومت ته كوم وړانديز كړى همدغه دوه ټكي پكې ډېر مهم دي.

خو په څو دلايلو امنيتي قرارداديانو ته د جګړې سپارل افغان ولس ته ډېر خطرناك او سخت په زيان دي:

لومړى – امنيتي كمپنۍ ګڼ مليتي جنګيالي لري، د بلك واټر په نامه د امريكايي ژورناليست د جيريمي سكهېل اثر د دې كمپنيو او قرارداديانو په اړه ډېر مستند اثر دى چې اصلاً دا د پيسو په بدل كې ګومارل شوي داسې قاتلان دي چې له پيسو پرته نه بله موخه لري او نه اصول پېژني.

نن چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې زموږ ولس په وير ډوب دى، د بې همته چارواكيو له خولې د اعتراض غږ نه اوچتېږي، سبا ته چې دغه اجير قاتلان زموږ د ولس پر سر رانازل شي افغانستان او سيمه به د مرګونو او ماتمونو پر ځاله بدل كړي.

دوهم دا چې امريكا غواړي د يوه پلان له مخې جګړه د افغانستان شاو خوا هېوادونو ته خپره شي. د رسمي پوځ پر ځاى بلك واټر او ډاينكورپ غوندې كمپنۍ دغه كار ښه تره ترسره كولاى شي. له يوه پلوه د جګړې د لېږد لپاره د داعش په نامه ځواك زور اخلي چې اوسني جغرافياوي بريدونه نه پېژني، بل لور ته به ګڼ مليتي قراردادي قاتلان وي. لكه نن چې زموږ په هېواد كې د مرګ او وحشت يو تور چاپېريال دى، د افغانستان په شاوخوا كې به په پراخه جغرافيا كې همدغه وضعيت وي.

امريكا په دې كې خپل ځانګړي اهداف لري، د شوروي او چين د راقابو كولو په شمول د سيمې طبيعي زيرمې ترلاسه كول، د پاكستان او ايران پوځي ځواكونه شنډول او نور…

له دغسې طرحې سره افغان حكومت او په ټوله كې افغان ولس په هېڅ صورت بايد توافق ونه كړي، دا اوس هم سر وخت دى. افغانستان د غني او عبدالله د پلرونو په قباله شخصي ملكيت نه دى، دا د ۳۰ مليونه افغانانو شريك كور دى، د برخليك پرېكړې يې د ولس واك دى. حكومت چې امنيتي تړون له قيد او شرط پرته لاسليك كړ، همدغه جفا يې بس ده، د ولس له برخليك سره بايد بله دومره لويه جفا ونشي.

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *