دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / توندلاري او منځلاري په يوه ژوند شموله جزر او مد كې

توندلاري او منځلاري په يوه ژوند شموله جزر او مد كې

استاد محمد زمان مزمل

لنډيز

دغه مقاله په دوو برخو كې پر توندلارو او منځلارو او دا چې په روان افراط كې لويه ونډه د چا ده، د لوېديځ كه د توندلارو مسلمانانو، بحث كوي. په لومړۍ برخه كې له لويه سره پر توندلارۍ او منځلارۍ بحث شوى او توندلاري او منځلاري د فطرت دوې لارې بلل شوې چې له پېړيو راهيسې دا دواړه د ټكر او ركود ترمنځ پاتې شوې دي. دغه ټكر او دا پديدې يوازې تر يوې سيمې پورې هم محدودې نه دي، بلكې هر ځاى يې بېلګې شته دي. په مقاله كې منځلاري او توندلاري هم بيا په لاندې څو ډلو لكه فعال منځلاري او چوپ منځلاري، متهم توندلاري او طبيعي توندلاري او داسې نورو وېشل شوي دي. دا چې په دغو دوو كې تراوسه كوم ډېر كامياب دي، د خپل رول او چانس له مخې توپير لري. كله توندلاري په يوه مناسب وخت كې برياليتوب ترلاسه كوي او كله هم منځلاري بيا د خپلې بريا بيرغ دنګ ساتي.

د مقالې په دې برخه كې لولو چې اسلام د خپلو يو شمېر ځانګړنو له كبله يو طبيعي منځلارى دين دى او په لاندې څو برخو كې بحث پرې شوى: نړيوال دين دى، د نورو اسماني اديانو امتداد دى، اقليتونه زغملى شي، له خپلو مخالفينو سره يې معاهدو او اېتلافونو ته لاره پرانيستې، د دښمنانو پر وړاندې خلاص مټ پاليسي نه لري، اسلام پر هېچا د حملې كولو او هجوم پاليسي نه لري.

د مقالې دويمه برخه بيا تر ډېره په روان افراطيت كې د دخيلو لورو پر وړاندې بحث كوي او د دغې پديدې داخلي او بهرني عوامل ښودل شوي دي. د افراطيت په بهرنيو عواملو كې د مسيحي اروپا مذهبي افراط، دهر مذهب په هكله د سېكولرې اروپا يو ښويېدلى دريځ، د اروپا او عثماني دولت يو بدتاثره پړاو او د مستشرقينو او معاصرې اروپا عمده تهمتونه دي. خو د افراطيت په داخلي عواملو كې په اسلامي نړۍ كې د مركزي حكومت نشتون، په پردي ماحول كې د اوسنيو اسلامي تحريكونو نيمګړې هڅې، په اسلامي نړۍ كې تپل شوي سيكولر نظامونه، د سيكولرو او مذهبي ډلو ترمنځ مخامخ ټكرونه اوله اسلامي تحريكونو بېلې شوې انشعابي ډلې دي. په دې برخه كې پر دې هم بحث شوى چې آيا پر اسلامي تحريكونو د افراطيت لګېدلي تورونه سم دي او كه نه؟

كيلي: توندلاري، منځلاري، اسلامي خوځښتونه، اسلامي نړۍ، لوېديځ.

د فطرت دوه لارې

د ماتولو په نيت پر يوه غوز د تيږې ګوزار به يو له لاندې درېيو حالتونو څخه رامنځته كوي:

اول دا چې غوز پكې روغ پاتې شي، دويم دا چې د غوز پوست او مغز دواړه پكې مات شي او درېيم دا چې د غوز پوست مات شي او مغز يې پكې روغ پاتې شي چې په دغو درېيو ګوزارونو كې دغه درېيم ګوزار وسط او مناسب دى.

په يوه ټولنه كې څه د سياست په ميدان كې وي او يا د علم په ميدان كې او يا هم د ادب په ميدان كې، بلكې تر دې هم په يوه وسيع انداز، هره برخه يې په خپل ځاى كې د پرګنو او وګړيو د سلوك او تصور له مخې، په توندلارو او منځلارو باندې وېشل كېږي. د سياست، علم او ادب په ميدان كې اكثراً توندلاري د پيل جذبه لري او موقتاً مخته كېږي. د منځلارو اندېښنې د اندېښنو په حد كې پاتې كېږي. په دې معنا چې حركت غالباً له توندلارو څخه پيل كېږي.

په دې اړه او د وخت او تحولاتو له متن څخه موږ دلته يوازې د منځلارو پر هغو ناكاميو غږېږو چې هغوى پكې د كاميابۍ د اغېزناكې تومنې باوجود، خو همېشه يا زياتره په دې ټولو برخو كې ناكامېږي.

د سياست، علومو، ادب او تاريخ تحولات او پرمختګ په خپله سلسله كې له ځان سره د نوښت تحول داسې بېلګې او نمونې راوړي چې ايله له يوې پېړۍ او يا دوو پېړيو وروسته د بل او نوي نسل مخكښان پكې دغه ابتكارونه او پرمختګونه ضايع جهد ګڼي او د دغو ټولو لپاره د يوه داسې بديل نمونې جوړوي چې بيا يې منل په همدې نسل كې يوه طبيعي مساله شي.

دغه نمط او اسلوب په تاريخ كې ډېر تكرارېږي دا چې دا ولې ډېر پېښېږي اوتكرارېږي، لامل يې همدا دى چې د توندلارو څپه هر څه پرمخ اخلي او توندلاري د خپل اند، فكر او ابتكار لپاره خطر مني او د يوې قوي جذبې له تل نه راپورته كېږي.

په استثنايي پړاوونو كې چې كله هم مقابل لوري ته چانس پيدا شوى، بيا هم پكې منځلاري ځكه له وخت شاته پاتې كېږي چې هغوى پكې د جذبې او عمل كمبود لري، ځكه منځلاري له پيله او د خپل فطري جوړښت له مخې د ځنډ او زيات سوچ ښكاري وي.

كه څوك په يوه ژوره پرتله كې وغواړي د ژوند، تاريخ، سياست او ادب په ډګرونو كې د منځلارو او توندلارو رولونه، چانسونه، تجربې او د تجربو منفي او مثبت سره پرتله كړي، نو پرتله كوونكى به دا ومني چې دغه ژوندشموله جزر او مد له ژوند سره موازي روان دى، مګر په يوه رنګين تناوب او نوبت كې رولونه او چانسونه سره بدلېږي. دا چې ولې د دغو دوو موازي څپو رولونه او چانسونه په يوه متناوب جزر او مد كې يو د بل ځاى نيسي يا يې كمبودونه تلافي كوي، په دې كې كېداى شي، ژوند د هغې باراني ورېځې ورته حالت ولري چې باران پكې د سړو او تودو څپو د متبادلو اغېزو او له هغه ازدواج نه پيدا وي چې دواړه پكې په خپل رنګ رول ادا كوي.

توندلاري په مذهب، په سياست، په علمي مذاهبو او مدرسو كې، په ډلو كې، په حكومتونو كې، د لويو مدنيتونو او لويو لويو امپراتوريو منځ كې او د هرې امپراتورۍ په دننه كې ځان ځان ته تجربې او تفصيلات لري، خو د انساني فطرت د اغېز له مخې ټول د هغه جزر او مد ځنځير كړۍ پوره كوي چې نړۍ سره انسان يې په خپل ټاكلي مقّـدر كې روان كړى دى.

منځلاري او توندلاري د ټكر او ركود ترمنځ

د مدنيتونو، امپراتوريو او مذاهبو له متن نه يوه ژوره مطالعه او هلته د پېړيو په لړ كې، د تحولاتو د ځواكمنو او كمزوريو پړاوونو پرتله او په دې اړه له داخل نه د توندلارو او منځلارو د اخ او ډب او يا د هر طرف د تسلط په پړاو كې د هغوى طبيعي معرفت دا ټول ښيي چې دواړه لوري په خپل عمل او خپلو هڅو كې هم د عروج پړاو لري او هم د سقوط، خو په دومره توپير چې توندلاري پكې د تودې جذبې په سرعت او له تمهيد او چمتووالي پرته روانېږي او پاى په ټكر وربرابرېږي او د ټكر په تسلسل كې پاى ته رسېږي او منځلاري د محافظه كارۍ او سړې جذبې له كبله په شا پاتې كېږي او په تكرار د ركود او توقف پر كرښه خپله په خپله، خپل پاى ته رسېږي.

دا بايد ومنو چې د زمانې لړۍ، نه توندلاري او نه هم منځلاري د اوږده فرصت لپاره زغملى شي، ولې دا هم بايد ومنو چې توندلاري د منځلارو په نسبت د عمر په لحاظ كله كله درې برابره كم چانس پيدا كوي.

په ۱۳ مې او ۱۴ مې پېړۍ كې د اروپا مذهبي جګړې توندلارو رامنځته كړې چې اروپا يې د خپل تاريخ پر ډېرو بدو پېښو ودروله او اروپا پكې د مذهب په اړه د نوي نظر په دروازه ودرېدله.

دا وګورئ

د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه

چن قیقینګ په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونیست ګوند له اتلسمې ملي کنګرې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *