شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / پخوانی ولسمشر حامد کرزی: بهرنیو قرارداديانو ته به د افغان جګړې سپارل د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی: بهرنیو قرارداديانو ته به د افغان جګړې سپارل د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي

 

د افغان جګړې خصوصي کول نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت نقض دی، بلکې دغه چاره به په هېواد کې خپلسریو او د بې ګناه افغانانو وژنې ته زمینه برابره کړي

د افغانستان حکومت رابولم، ترڅو د ملي ګټو پر ضد د دې احتمالي اقدام پر خلاف ژر تر ژره خپل مخالفت اعلان کړي

کابل – د امریکا له لوري خصوصي امنیتي کمپنیو ته د افغان جګړې د سپارلو احتمالي طرحه په کور دننه د افغان سیاستوالو له کلک مخالفت سره مخ شوې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي بهرنیو قراردادیانو ته د افغان جګړې سپارل د افغانستان د اساسي قانون او د ملي حاکمیت نقص بللی او ویلي یې دي چې دغه چاره به په افغانستان کې پراخو خپلسریو او قانون ماتونې ته زمینه برابره کړي.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د امریکا له لوري د افغان جګړې خصوصي کول به روانې جګړې ته لا زیات شدد ورکړي او په وینا یې دغه اقدام د بې ګناه افغانانو د وژنې د دوام په معنا دى.

حامد کرزی وایي، خصوصي کمپینو ته د جګړو سپارل به د عراق په څېر د افغانستان لپاره هم خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د امریکا دغه پرېکړه به د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي: “زه خپل ځان مکلف بولم چې له همدا اوسه د امریکا د دې احتمالي پرېکړې په تړاو خبرداری ورکړم او باید ووایم چې دغه اقدام به د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شي. د افغانستان حکومت رابولم، ترڅو د ملي ګټو پر ضد د دې احتمالي اقدام پر خلاف ژر تر ژره خپل مخالفت اعلان کړي.” که څه هم داسې راپورونه وو چې تېره اونۍ کابل ته د امریکا د استخباراتي ادارې رئیس له راتګ سره هم مهاله یې د ملي یووالي حکومت ته هغه طرحه سپارلې چې له مخې به یې افغان جګړه بهرنیو قراردادیانو ته سپارل کېږي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره اونۍ وویل چې په دې تړاو له دوی سره په رسمي ډول کومه طرحه نه ده شریکه شوې او هېڅ ډول وړاندیز هم نه دی ورته شوی.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *