دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ننګرهار ولایتي شورا: په هسکه مېنه کې د امریکایي ځواکونو هوايي بریدونو ۱۶ ملکي کسان وژلي

د ننګرهار ولایتي شورا: په هسکه مېنه کې د امریکایي ځواکونو هوايي بریدونو ۱۶ ملکي کسان وژلي

 

دغو ځواکونو وړم مازدیګر د یادې ولسوالۍ په پایین سیمه کې پر یوه سوزکي موټر او پليو کسانو هوايي بریدونه کړي دي

دغه ړندې بمبارۍ باید ژر تر ژره بندې شي، ځکه د افغانانو له وژلو او هغوی ته له ورانیو او درنو زیانونو پرته کومه ګټه نه لري(امرخېل)

جلال اباد – امریکایي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو هوایي بریدونه کړي چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري وایي، بهرنیو ځواکونو لومړی بمبارد د ملکي خلکو پر یوه سوزکي موټر وکړ او په موټر ناست د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، ووژل شول.

د ده په وینا، بهرنیو ځواکونو په همدې سیمه کې پر پیاده روانو ملکي وګړو دویم هوايي برید وکړ چې له امله یې اته نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

دی زیاتوي، د بهرنیو ځواکونو په دې دوو هوايي بریدونو کې ټول ۱۶ ملکي کسان وژل شوي چې د ډېری کسانو د جسد ټوټې یې په بوجیو کې راټولې کړې دي.

قادري وایي چې په هسکه مېنه کې بهرنیو ځواکونو د افغان سیمه يیزو چارواکو له همغږۍ پرته پر ولسي وګړو هوايي بریدونه کړي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي له بهرنیانو په جدي توګه غوښتنه کوي چې له دغه ډول هوايي بریدونو لاس په سر شي او په راتلونکي كې دې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې بریدونه د بهرنیو ځواکونو جېټ الوتکې کړي، خو زياتوي چې په دې بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه لري.

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل د امریکایي ځواکونو د بريدونو په غبرګون کې وايي چې دغه ړندې بمبارۍ باید ژر تر ژره بندې شي، ځکه د افغانانو له وژلو او عامو خلکو ته له ورانیو او درنو زیانونو پرته کومه ګټه نه لري. نوموړي په دې اړه ویسا ته وویل چې حکومت باید د دغو بريدونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي، که نه نو خلک به نور هم پرې بې باوره او د دولت او خلکو ترمنځ به فاصله نوره هم زیاته شي. امرخېل زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان عام وګړي په نښه کوي او بیا پرې یا د داعش نوم ږدي او یا هم د طالبانو.

د ننګرهار په هسکه مېنه کې پر ملکي خلکو د بهرنیو ځواکونو د بریدونو په تړاو افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو څه نه دي ویلي، خو دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی چې بهرني ځواکونه په خپلو هوايي بریدونو کې ولسي خلک په نښه کوي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *