دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / یو شمېر قومي مشران، د پوهنتون استادان او د ولسي جرګې غړي: له اوسني کړکېچن وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د عنعنوي لویې جرګې راغوښتل دي

یو شمېر قومي مشران، د پوهنتون استادان او د ولسي جرګې غړي: له اوسني کړکېچن وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د عنعنوي لویې جرګې راغوښتل دي

 

اوسنۍ جګړې نوې بڼه خپله کړې او د هېواد وضعیت تر ټولو حساس پړاو ته رسېدلی، خو د حکومت مشران لا هم د واک پر سر پر شخړه لګیا دي او خلکو ته تبلیغاتي ژمنې ورکوي

د حکومت اوسني مشران د وضعیت د مهارولو توان نه لري او اړتیا ده چې د افغانستان خلک د خپل برخلیک لپاره خپله لاس په کار شي

کابل – د اساسي قانون د څار کمېسیون پخوانی رئیس ګل الرحمن قاضي او یو شمېر ولایتونو کې قومي مشران او مخور له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د عنعنوي لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي.

د قومي مشرانو په اند، اوس مهال د افغانستان جګړې نوې بڼه خپله کړې او وضعیت تر ټولو حساس پړاو ته رسېدلی، خو د ملي یووالي حکومت مشران لا هم د واک پر سر پر شخړه لګیا دي او خلکو ته تبلیغاتي ژمنې ورکوي.

د پاچا خان ځدراڼ او حمیدالله هوتک په باور، د حکومت اوسني مشران له دې وروسته د وضعیت د مهارولو توان نه لري او اړتیا ده چې د افغانستان خلک د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د عنعنوي لویې جرګې تر چتر لاندې راټول او د خپل برخلیک په تړاو په خپله پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، اوسني حکومت نه یوازې د افغانستان د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره حل لاره پیدا نه کړه، بلکې په وینا یې د ناکام سیاست له امله یې افغانستان د سیمه ییزو رقابتونو په ډګر بدل کړی او نوې وسله والې ډلې پکې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

قومي مشران او مخور له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره داسې مهال د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کوي چې په تازګۍ د مشرانو جرګې ډېری غړو له وضعیت څخه د وتلو لپاره ولسمشر ته د عنعنوي لویې جرګې طرحه سپارلې ده.

 

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *