دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په تخار كې پر لمونځ کوونکو بريد كې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تخار كې پر لمونځ کوونکو بريد كې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

قوماندان قانت پورې تړلو وسله والو ځکه پر جومات برید کړی چې خلک د جومات په امام پسې له لمونځ کولو منع کړي(د والي ویاند)

تالقان – د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې پرون پر یوه مسجد د وسله والو په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ازادي راډیو ته دا پیښه تايید کړه او د هغه په وینا برید د بشیر قانت په نوم د یوه سیمه ییز قوماندان کسانو کړی دی.

تیمور وویل، قوماندان قانت پورې تړلو وسله والو ځکه پر جومات برید کړی چې خلک د جومات په امام پسې له لمونځ کولو منع کړي.

د تخار د والي ویاند وايي، د دې جومات امام خلک د قوماندان قانت پر ضد هڅول او پر هغه يې انتقادونه کول.

د ځايي چارواكو په خبره، د نورو وسله والو شخړو د مخنیوي لپاره يې سیمې ته امنیتي ځواکونه استولي دي.

د وسله والو قوماندان بشیر قانت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا وګورئ

ولسمشر غني له رېکس ټېلرسن سره د کتنې لپاره هند ته ځي

ټاکل شوې وه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند او پاکستان ترڅنګ افغانستان ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *