شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / جان مک کین: امريكا دې پاكستان ته د ترهګرو د ملاتړ له امله سزا وركړي

جان مک کین: امريكا دې پاكستان ته د ترهګرو د ملاتړ له امله سزا وركړي

 

هڅه به وکړم چې په سنا کې افغانستان ته د لا ډېرو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د لېږلو طرحه تصویب کړم

واشنګټن – امریکایي سناتور جان مک کین وايي، د امريكا متحده ايالات دې پاكستان ته د ترهګرو د ملاتړ له امله سزا وركړي.

نوموړى زياتوي، هڅه کوي د امریکا په سنا کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو طرحه تصویب کړي.

هغه ویلي چې له ولسمشر ټرمپ څخه ناهیلی شوی، نو اړ دی چې د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه خپله ستراتېژي په ډاګه کړي او هڅه به وکړي چې په سنا کې افغانستان ته د لا ډېرو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د لېږلو طرحه تصویب کړي.

جان مک کین دا نه دي ویلي چې څومره اضافي عسکر به افغانستان ته لېږي، خو زیاته کړې یې ده چې امریکا باید په افغانستان کې د خپل دایمي حضور لپاره هلته سرتېري ولري، له افغان حکومت سره مشخص هوکړه لیک ولري او ګاونډي پاکستان ته یې له دې امله سزا ورکړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې د افغانستان د جګړې په برخه کې د امریکا له ولسمشرانو ناهیلی دی.

د ده په وینا، د اوباما تګلاره ناکامه وه، خو ټرمپ بیا په خپله اوومه میاشت هم نه دی بریالی شوی چې ستراتېژي جوړه کړي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *