دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د ژغورنې لپاره؛ د يوې ملي ارادې پر بنسټ د يوه رسا غږ انتظار!

د ژغورنې لپاره؛ د يوې ملي ارادې پر بنسټ د يوه رسا غږ انتظار!

د سرپل ولايت د ميرزاولنګ غميزه نن زموږ د مظلوم ولس د مظلوميت او بې وسۍ د نوي داستان سرليك دى، د غميزو دغه داستان له څو لسيزو راهيسې دوام لري، دلته له څو ورځو جګړو وروسته سيمه د دولت د مخالفينو لاس ته ولوېده عام وګړي د برمته ؤ په څېر د وحشت په اور كې ښكېل شول. د غميزې د كره مرګ ژوبلې معلومات لا هم نشته، يوازې ځايي چارواكي وايي چې د ماشومانو او ښځو په شمول د وژل شويو شمېر تر پنځوسو اوښتى، خو د زياتېدو امكان يې زيات دى ځكه چې تر ۱۵۰ پورې كورنۍ له مخالفو جګړه مارو سره برمته دي.

دا چې پر عامو بې ګناه خلكو دغه وحشت چا راوستى، طالب كه داعش كه بل چا، دا د دې غميزې اصلي پوښتنه نه ده.

په لنډو ټكيو كې دا د انسانيت د دښمنانو او د هېواد د غليمانو كار دى او بس، عام ولس نښه كول، برمته كول او ځپل په هېڅ دين، هېڅ قاموس كې نشته دا ابليسي عمل دى او چا چې ترسره كړى د ابليس پيروان دي او بس.

خو دلته اصلي پوښتنه دا ده چې هره ورځ يا په كابل، يا هرات او يا د هېواد په كوم ولايت كې دغسې سترې غميزې پېښېږي، ځينې يې د هرات او سرپل د ميرزاولنګ په څېر داسې هم وي چې د يوې ژورې شيطاني توطيې رنګ لري.

آيا د حكومت په دې كليشه يي دريځ يې لړۍ بندېداى شي چې كله پېښه وشي چارواكي تسليت ته ورشي، د كسات لاپې وكړي، كمېسيونونه جوړ شي او بيا تر بلې غميزې پورې رسنۍ پرې بوختې وساتي.

موږ يوه تكراري پوښتنه بيا تكراروو چې آخر زموږ ولس به تر كومه په دې بدمرغه لوبه كې را ايسار وي؟

چارواكيو ته په كار دي چې په دې برخه كې لږ سترګې وغړوي، پر دې بايد وپوهېږي چې هېواد په يوه ډېر بد حالت كې دى، د امنيت نشتوالى هېوادشموله ستونزه ده، چاره يې يوازې د ارګ او ډيپلوماتېكې ساحې په شنه كمربند كې راوستل هېڅكله نه ده، دغه حالت له موږ نه غواړي چې په ټوله كې د امن لپاره يو ملي حركت پيل شي. پر پرديو تكيه او د هغوى د پوځونو زياتوالى يوه ناكامه تكراري تجربه ده، تراوسه پورې كه زموږ په منځ كې د واك او امتياز پر سر اختلاف ؤ، كه قومي ټيكه دارانو خپلې سليقې پاللې، اوس هغه مهال دى چې بايد دا هر څه شاته كړو، لومړى مساله د امنيت ټينګول او د دې لعنتي جګړې پايته رسول دي، افغانان پر يوه محور راټول شي چې د هېواد د بقا مساله ده.

د امنيتي او دفاعي ځواكونو د وطندوستۍ احساس ته په درناوي، دغه ستونزه د جګړو او وژنو په دوام نشي حل كېداى. دا چې ولسوالي سقوط كوي، مهم مركزونه او پوستې وسله وال مخالفين ونيسي، د هغو بېرته نيول او يا د مخالفو وسله والو د لسګونو او آن سلګونو تنو مرګ ژوبلې اعلان هېڅكله هم نه زموږ ولس ته د امن زيرى راوړاى شي او نه دوى د غميزو له نه تكرار نه ډاډه كولاى شي.

يو ملي حركت، ملي تصميم چې ټول ولس پر يوه غږ راټول شي او د جګړې د دوام پر ځاى د سولې او شريك ژوندانه لارې چارې ولټوي، زموږ لومړنۍ اړتيا ده. چارواكي، سياسي ډلې، مدني او ملي فعالان دې په ګډه يو غږ اوچت كړي. په دې كې پرديو ته مه ګورئ، افغاني هوډ، افغاني تصميم او يو رسا غږ او بس!!

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *