دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / عطا محمد نور پر ترخه حقيقت اعتراف كوي

عطا محمد نور پر ترخه حقيقت اعتراف كوي

د بلخ والي يو ځل بيا حكومت ته ګواښونه كړي دي، خو نوموړي پر ګواښونو سربېره يو لړ اعترافونه هم كړي دي، وايي چې دا غني نه ؤ بلكې موږ وو چې د طالبانو پرخلاف په جګړه كې مو له امريكا سره مرسته وكړه، امريكا د اړتيا پر مهال له موږ نه كار واخيست خو چې مراد يې ترسره شو د پيپسې د تش بوتل په څېر مو اوس غورځوي.

د بلخ والي پر يوه ډېر ترخه حقيقت ډېر وروسته پوهېدلى دى، سره له دې چې د ده دغه اوسنۍ پوهه هم د نوې ارادې او نوي تصميم په بڼه نه ده، ځكه چې كه همدا اوس هم هغه ونډه ترلاسه كړي چې هيله يې لري بيا خو امريكا دوستي بېرته د دوى شعار دى.

كه د افغان ولس په سياسي ډلو كې لازم بصيرت وي د بلخ د والي په خبرو كې د عبرت ډېر څه شته، هغه په ډېرو ترخو حقايقو اعتراف كړى دى، د طالبانو په راپرځولو كې چې دوى كوم رول درلود ډېر واضح ؤ، خو د طالبانو له رانسكورېدو وروسته چې پر افغان ولس كوم مصيبتونه رانازل شول او په تېرو ۱۶ كلونو كې چې تر ۶ لكه تنو زيات افغانان ووژل شول. هېواد د وير او ماتم پر داسې بهير واړول شو چې نن يې نه له امريكا سره چاره شته نه له افغانانو سره. د ولس په دې مصيبتونو كې د امريكا هغه ملاتړي او پېشمرګان نېغ شريك دي چې نن يې څوك لا په واك كې دي او څوك يې د عطا په څېر ځانونه د پيپسي تش بوتلونه بولي.

د ولس او هېواد د برخليك په باب داسې لويې پرېكړې كه يوازې د واك او اقتدار لپاره وي بيا خو يې په تاريخ كې ځاى معلوم دى. له شاه شجاع د امريكا تر اردليانو پورې دا ټول په يوه كتار كې ولاړ دي.

د عطا محمد نور استدلال دا دى چې طالب غني نه، بلكې موږ امريكا ته راڅمولولي نو واك هم اوس بايد له موږ سره وي.

دلته د تاريخ قضاوت هم بل ډول دى او ګواهي يې هم، د تاريخ قضاوت دا دى چې د يوه ښكېلاكي ځواك ملګرتيا له خپل ولس سره جفا او خيانت دى.

ګواهي يې دا ده چې ښكېلاكي ځواكونه د ښكېل شويو ملتونو له خلكو نه تل د پېپسي او يا لاس پاكي كاغذ كار اخلي. چې بوتل تش شي او يا پر كاغذ لاس پاك كړي بيا يې ځاى باطله داني ده.

ښكېلاكي ځواكونه دهر پړاو لپاره بېل خلك غواړي او هېڅكله هم دوى د اوږدمهاله دوستى ټټر چا ته نه وهي. درېغه د عطا محمد نور په شمول زموږ په واك كې برحال، او د واك په تمه او انتظار ټول ياران پر دې حقيقت پوهېدلي واى.

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *