دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / افغان جګړه، د امريكا ګونګ سياست او نامعلوم برخليك

افغان جګړه، د امريكا ګونګ سياست او نامعلوم برخليك

ف، فايض

ښايي يو شمېر هېوادوال داسې و انګيري چې په افغانستان كې روانه جګړه او روان جريانات يو ناڅاپي خبره ده چې رامنځ ته شوه؛ خو دغسې يو تصور كاملاً غلط او له حقايقو او واقعيتونو سره په ټكر كې دى. دا كوم څه چې دا څلور لسيزې په افغانستان كې روان دي دا ټول سنجول شوې خبرې دي. روسانو خو لا ان د تزار په وخت كې تر آمو سيند پورې د منځنۍ آسيا ځمكې او تر قفقازه پورې ځمكې نيولې وې. كله چې په ۱۹۱۷ كې تزار د يوه ولسي پاڅون په نتيجه كې چې يو ځل يې په ۱۹۰۵ كې سر راپورته كړى و خو هغه مهال وټكول شو، سقوط وكړ، دا وخت لينن د خپلو ملګرو سره په جرمني كې و، چې جرمنيانو له خپلو ملګرو سره په يوه اورګاډي كې سپاره كړل او د روسيې په سرحد كې يې خوشي كړل، هغه كسان چې د ۱۹۱۷ انقلاب يو كمونستي يا بلشويكي انقلاب بولي، كاملاً اشتباه كوي او تاريخ يې نه دى لوستى. لينن هم چې كله پر روسيه او اشغال كړو ځمكو خپله ولكه ټينګه كړه؛ نو په بهرنۍ كچه يې همغه د تزار پاليسې پرمخ بوتله. روسانو په ځانګړې توګه د شهيد موسى شفيق د عظمي صدارت له پيله د هغه د يو لړ اقداماتو له لامله د خطر احساس وكړ او داسې يې و انګيرله چې افغانستان زموږ له مداره د وتلو په حال كې دى. دا حقيقت بايد هېر نه كړو سره له دې چې داوود خان له ظاهر شاه سره عقده درلوده او د هغه د راپرځولو په فكر كې و؛ خو هغه دغسې امكانات نه درلودل، هغه لس كاله د مخه له عظمي صدارته استعفا كړې وه او د هغه نژدې او وفادار ملګري هم له صحنې نه يا وتلي يا ايستل شوي وو او ځينو په اصطلاح خپلې وفادارۍ بدلې كړې وې او د پاچا كمپ ته ور اوښتي وو چې دا يوه طبيعي خبره ده. كله چې ميوندوال د خپل عظمي صدارت پر مهال د مترقي دموكرات ګوند اعلان كړ له هرې خوا خلك پرې راټول شول خو چې كله يې له عظمي صدارته استعفا وكړه يو څو د ګوتو په شمار كسانو نه ور اخوا هر چا خپله لار ونيوله، نو سره له دې چې د داوود خان پاچا ته زړه ډك و، خو د كا جي بي او جي آر يو افغان غړيو د روسانو په لارښوونه د هغه له ملي شهرت او وجاهت نه ګټه واخيسته او د كودتا په سر كې يې واقع كړ او چې كله د مسكو حاجت پوره شو، بيا يې د همغو افغاني كمونستانو په وسيله را وپرځاوه.امريكا هم له ډېره وخته افغانستان ته د راتلو لپاره وزرونه ټپول؛ خو دا چې هغه مهال روسانو په افغانستان كې فعال حضور درلود، كه څه هم لكه د ايران د شاه ګارد چې امريكايي پوځيانو تشكيلاوه، په افغانستان كې د روسانو مستقيم حضور ډېر نه محسوسېده؛ خو په بله  بڼه يې دلته خپل حضور ساتلى و؛ د بېلګې په توګه د درونټې د بند او د ننګرهار كانال زراعتي پروژه كې يې د كا جي بي غړى د زراعتي متخصصينو په نومونو او نورو نومونو ساتلي وو، همدارنګه يې د نغلو د بند پروژه او نورې پروژې پلې كړې. په نظامي برخه كې خو چې داوود خان د خپل عظمي صدارت پر مهال له لويې جرګې نه د واك تر اخيستلو وروسته نظامي تكيه ټوله پر روسانو وكړه ان تر دې چې غربيانو د «سره شهزاده» لقب وركړ. روسانو د دويمې نړيوالې جګړې د وخت له موده لويدلي T-34 ټانكونه او نور جنګي وسايل رنګ او روغن كړل او د وخت د دفاع پر وزير جنرال عارف خان يې وپلورل، طبيعي ده چې هغه به خامخا له روسانو سره جوړجاړى درلود لكه چې زوى يې د ثور په كودتاچيانو كې شامل و چې د كودتا په دوران كې ووژل شو او بيا يې كمونستانو د نادريې لېسه د هغه په نامه شهيد (!) عمر لېسې په نامه كړه.

كله چې روسانو پر افغانستان د تېرې حماقت وكړ، (۱۳۵۸)؛ نو امريكايانو په زړه كې ګوړې ماتې كړې؛ بلكې امريكايانو ته هم انګريزانو دا ډاډ وركړ چې افغانان د روسانو دا تجاوز نه شي زغملى او خامخا يې په مقابل كې قيام كوي. دا چې امريكايان او نور غربيان پر دې پوهېدل چې افغانان له غربيانو سره هم حساسيت لري؛ نو خپلې مرستې يې په نامستقيمه توګه د پاكستان د پوځ له لارې افغان مجاهدينو ته وركولې تر دې چې امريكا ته په افغانستان كې د روسانو ماته يقيني شوه؛ نو د ژنو كنفرانس (۱۹۸۸، اپريل) له لارې يې پر روسانو دا ومنله چې له افغانستانه ووځي؛ خو پر ځاى يې افغانستان ته د خپل راتګ لپاره لار اواره كړه. دا كار يې په مرحله واره توګه وكړ، تر دې چې د مجاهدينو د وهلو لپاره يې د طالب په نامه تشكل رامنځته كړ، او بيا يې د القاعده تنظيم د هغوى ميلمه كړ، تر هغې چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر پېښې يې رامنځته كړې او پړه يې پر القاعده واچوله او طالب د القاعده د مشر اسامه د كوربه په نامه ووهل شو او دې ته زمينه مساعده شوه چې امريكا او د ناټو حشر افغانستان ته راشي. امريكا، افغانستان ته له خپلو راتلو نه ډېر اهداف لرل او اوس كاملاً ډاګيز شوي او زه ځكه پرې بحث نه كوم چې دا موضوع په مطبوعاتو كې ډېره شاربل شوې او ډېر كليشه يي شوې او سولېدلې ده؛ خو دلته د دې خبرې ذكر اړين بولم چې داسې نه ده چې امريكا به دلته خامخا بريالۍ كېږي؛ ځكه تر دې دمخه روسانو هم دا نه ګڼله چې په افغانستان كې به ماتېږي، تر روسانو دمخه انګريزانو هم دا نه ده ګڼلې او همداسې نور متجاوزينو؛ خو خداى ټول دلته مات كړل او د انقلاب د شاعر استاد فضل ولي ناګار په وينا:

«دلته سر هر مكناټڼ د وخت خوړلى»

اوس كه امريكا دلته له ماتې سره مخ كېږي هم دا ډېره د حيرانتيا خبره نه ده؛ ځكه دلته هر مستكبر مات شوى. دا اوس د امريكا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ له پيل نه تراوسه پورې چورتونه وهي چې له افغانستان سره څه وكړي، ځكه امريكا له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۷ پورې كومه ښكاره او روښانه ستراتېژي نه لري، دا سهي ده چې زموږ پر ولس يې د ترياكو جنګ وتاپه او له دې لارې يې په سلګونو مليارده ډالر ترلاسه كړل، زموږ يورانيم او ليتيم يې وچلول او اوس يې لا زموږ نورو زيرمو ته سترګې پټې كړي؛ خو خپلو ستراتيژيكو اهدافو ته ونه رسېده. امريكا مجاهدين پر طالبانو ووهل او اوس يې د طالبانو د وهلو لپاره د داعش پروژه رامخې ته كړې ده؛ خو پر دې روسان او چينايان لا دمخه پوه دي او د دغې پروژې د مخنيوي لپاره يې خپل تدابير نيولي دي؛ خو افسوس چې د سنډاګانو په دې جنګ كې زموږ د مېږې پښه ماته شوه او لا پسې ماتېږي. اوس امريكا هېڅ داسې لار نه ګوري چې ځان له دې دلدل نه وباسي، لكه څرنګه چې امريكا له شوروي نه د ويتنام د ماتې غچ په افغانستان كې د افغانانو په وسيله واخيست اوس به روسان د افغان مجاهدينو پر وړاندې د خپلې ماتې غچ هم په همدې افغانستان كې له امريكايانو نه اخلي.

د امريكايانو لپاره د اوړو پوزه دا كېداى شي چې په افغانستان كې خپله ماته ومني، منځنۍ آسيا ته د ورپورې وتلو خوب و خيال له سره وباسي، خپل پوځونه له افغانستانه بهر كړي او افغانستان زموږ د حسودو ګاونډيانو له عينكو نه ونه ګوري؛ بلكې افغانستان په نظامي او اقتصادي ډګر كې دومره پر خپلو پښو ودروي چې بيا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او دا يې نړيواله اډه نه شي.

دا وګورئ

د چین وده د نړۍ د اقتصاد مرستندویه

چن قیقینګ په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونیست ګوند له اتلسمې ملي کنګرې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *