شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا په ريښتيا افغانستان تر عراق په ښه حالت كې دى؟

آيا په ريښتيا افغانستان تر عراق په ښه حالت كې دى؟

يوه لويه بدمرغي چې زموږ ولس پرې عادت شوى دى، هغه تقليد او په پټو سترګو د هر څه منل دي، د دې يو لامل دا دى چې له بده مرغه له څلورو لسيزو راهيسې چې كومې لانجې روانې دي، له افغانانو يې پخپله پر مسايلو د فكر كولو او دريځ غوره كولو توان اخيستى دى، پخوا به پرېږدو د طالبانو له رانسكورېدو وروسته چې د امريكا په مشرۍ نړيوالې ټولنې پر افغانستان يرغل راوړى تر ننه زموږ ولس ته دروغ ژمنې تكراروي، له بده مرغه په تېرو ۱۶ كلونو كې له ګوتو شمار شخصيتونو پرته، له چارواكيو تر سياستوالو پورې د نړيوالې ټولنې پر ژمنو باور كوي او ځانونه تېر باسي.

زموږ ولس د ابتذال تر بريده پر پرديو تړل شوى او له بده مرغه د خپل برخليك په اړه مسوولانه فكر او قضاوت نشي كولاى.

په دې اړه ډېر مثالونه شته خو يو تازه يې دلته راوړو. د امريكا يوه مشهور سناتور لندسي ګراهام څو ورځې وړاندې وويل چې كه ټرمپ د خپلو پوځي قوماندانانو مشورو ته غوږ ونه نيسي نو د افغانستان وضعه به تر عراق لس چنده خرابه شي.

پرون د اجرائيه رياست يوه وياند فرمايل چې د افغانستان وضعه به هېڅكله د عراق په څېر نشي.

راځئ حقايق راوسپړو چې څه وايي؟

آيا په افغانستان كې په منځني ډول په اونۍ كې يو لوى بريد نه تر سره كېږي؟

آيا هره ورځ زموږ په رسنيو كې په څو ولايتونو كې د تودو جګړو او تر پنځوس تنو زياتو كسانو د مرګ ژوبلې خبرونه نه اورو؟

آيا د عراق اوسنۍ اداره زموږ تر ګډوله لس چنده غوره او اغيزمن نه دى؟

آيا په دې تېرو دوو كلونو كې چې په كابل كې د شاشهيد، نوي ښار دهمزنګ او … څو بريدونه شوي د مرګ ژوبلې كچه يې تر سلګونو تنو اوښتې نه ده؟ او آيا هره شېبه له كابل تر نورو ښارونو پورې د همدغسې خونړيو بريدونو د دوام اندېښنې نشته؟

كه دا ټول ترخه واقعيتونه وي، موږ به په دې وړوكي قيامت كې ولې بيا هم دغه خبره منو چې ګواكې تر عراق مو وضعه ښه ده.

يو تريخ واقعيت دا دى چې امريكايي چارواكي او يا سناتوران چې عراق ته د سوريې او افغانستان ته عراق او يا د سوريې د برخليك ګواښونه يادوي دوى له دې نه خاص اهداف لري. د دوى دغه خبرې د خپل ولس د اغفال لپاره دي چې د وحشتونو د دوام لپاره يې ذهنيت جوړ شي.

يو تريخ واقعيت دا دى چې د عراق، سوريې او افغانستان وضعه يو له بله ډېر لږ توپير لري، د مرګونو توپان پر ټولو را الوتى، د سياسي بې ثباتۍ او فرقه يي بدمرغيو لپاره په درې واړو كې كار كېږي.

چارواكي كه له خدايه وېره او له ولسه شرم نه لري، پر ځانونو دې رحم وكړي د ولس دردوونكى حال او تر دې هم تياره راتلونكى له هېچا پټ نه دى، كه په وضعه كې جدي او ژور بدلون رانشي افغانستان به تر عراق او سوريې وړاندې د يوه وحشي ځواك او د هغو د اردليانو په لوبه كې د تاريخ په عبرتناك داستان بدل وي.

دا وګورئ

زموږ پر هېواد د پرديو د شوم سيوري شومې پايلې

د بلخ د والي د شخصي ساتونكيو لخوا د بلخ د هوايي ډګر كلابندي او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *