شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په هوايي بريد کې د داعش د زندانونو مسوول ووژل شو

په هوايي بريد کې د داعش د زندانونو مسوول ووژل شو

د بې پيلوټه الوتکې دا بريد وړمه شپه د چپې درې ولسوالۍ د ايګل په سيمه کې شوى دى(جمعه ګل همت)

اسعد اباد – د کونړ چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش ډلې درې کسان وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت پژواک ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکې دا بريد وړمه شپه د چپې درې ولسوالۍ د ايګل په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د داعش ډلې درې وسله وال وژل شوي چې د عبدالمجيد په نوم د كونړ ولايت لپاره د زندانونو مسوول هم په کې شامل دى.

 

امنيه قوماندان وايي، په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر ننګرهار وروسته په دې وروستيو کې په کونړ کې هم د داعش پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي دي.

تېره مياشت د داعش د خراسان مشر ابو سيد هم په کونړ کې د هوايي بريد پر مهال وژل شوى و.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *