دوشنبه , اکتوبر 23 2017

د ګټو جنګ

شف شف

ولسمشر غني په ډېر هنر انقرې ائتلاف ته ځواب وركړ، د ده ځواب دا هم برالا كړه چې لانجه د ملا نصرالدين پر بړستن ده. پرون يې وويل چې هغه څوك ډېرې چيغې وهي چې وارداتي ګټې يې پرې بندې شوې دي.

تاسو وګورئ په يوه لنډۍ خبره كې ولسمشر څومره يارانو ته درز وركر، ظاهراً د ده دغه خبره د بلخ د والي ځواب ؤ چې هغه بله ورځ يې په بلخ كې په غونډه كې د ولسمشر په ادرس توندې نيوكې وكړې.

نور هلته وويل چې د تداركاتو كمېسيون انحصار شوى او هره ورځ په ميليونونه ډالر په بكسونو كې له هېواده وځي. د ولسمشر او د ده د والي خبره يوه ده، يعنې د ګټو او پيسو خبره ده.

يو د ارګ انحصار او د دوى په لاس له هېواده د پيسو ايستل يادوي، بل له باندې څخه د واردو شويو پيسو له ونډې محرومېدل ښيي.

يعنې خبره د پيسو د صادراتو او وارداتو او په كور دننه د قراردادونو په بڼه د (توليداتو!) ده.

خو د متفكر ولسمشر او د يوه والي ترمنځ توپير بيا په همدې كې دى چې يو يې د صادرولو پر ځاى له هېواده د پيسو ايستل بولي، خو بل يې وارداتي ګټې! ګواكې اصلي اختلاف پر همدې پيسو او ګټو دى.

دلته يو د اندېښنې ټكى همدغه دى چې دغه د پيسو او ګټو د صادراتو، وارداتو او توليداتو په پروسه كې د ولس ونډه او برخه ډېره خواره بلكې هېڅ ده. ظاهراً خو داسې ښكاري چې د پيسو په درې ګونې معامله كې ونډه وال د ولس او خلكو پر محروميت او مظلوميت ډېر استدلال كوي. دغه ژمنې هم ډېرې تكرارېږي چې كه دغه او هغه پروژه بشپړه شي د ولس پر دسترخوان به خامخا اغيزه لري! خو د ژمنو د خاوندانو او عام ولس ترمنځ په تعبير كې توپير دى، عام ولس د ډك دسترخوان په تمه شي خو يارانو پاټكونه ورته اچولي وي او هغه شته څه هم ترې لوټ كړي.

دا سې ښكاري چې اصلاً يارانو ولس ته ونډه ور بېله كړې، دوى يې بهرنيو ځواكونو او وسله والو مخالفينو ته ور پرېښى دى چې خپلې وسلې او وحشتونه پرې و ازمويي. په دې كې دواړو اړخونو خپل خير ليدلى دى، وايي چې ولس دې د جنازو په ښخولو او اوښكو تويولو بوخت وي، كه له دې مرګونو او ماتمونو وزګار شي، بيا خامخا د ګټو په دې معاملو كې خپله ونډه غواړي.

دا د ګټو جنګ تر يوه بريده دوام كوي، تر هغه مهاله روان وي چې خبره رسوايۍ ته نږدې شي، بيا شين سترګي راشي، پټې ناستې پاستې پيل او د ګټو په وېش كې پر يو څه جوړجاړى وشي، خو د څونګښو تول بايد پوره نشي، يو وخت عبدالله د تداركاتو او توليدي ګټو خبره راپورته كړه… (از كوه كاهى شه ګفتم!) يې كارنده ګواښ ؤ، بس د ګټو جنګ دوام لري او چې څومره تودېږي پر ولس د وحشتونو څپې هم زورورې كېږي، د پاكستان پخواني پوځي ديكتاتور پرويز مشرف نوې خبره كړې چې په افغان جګړه كې د يو شمېر لوريو مادي ګټې وې.

زموږ د بدمرغه ولس پر سر چې كوم وحشتونه رانازل دي، څومره لوريو ته به دا د ګټو معامله وي! موږ يې يوازې په كور دننه ياران سيالۍ او ناندرۍ وينو، هغه د باندې به څومره وي، يوازې يو خداى ښه پرې خبر دى.

دا وګورئ

بمبارد

لیلا خُرم ساه ګانې بندې دي، اسمان چپه دى د خاورو لوټو پر سپېره خزانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *