شنبه , اګست 19 2017
کور‌پاڼه / طنز / د وړوكې نړۍ خاوندان!!

د وړوكې نړۍ خاوندان!!

پاچا ځوان دى، تاوده احساسات لري، نوى يې د شاهۍ دروند بار پر اوږو ورلوېدلى، بس د خپل خيال او تصور له مخې غواړي تر ښار دېوال راوګرځوي، له خپلو نديمانو او وزيرانو سره پر همدې بوخت دى چې تر ښار به دېوال راګرځوي او خپل ښاريان  به د بد ذاته غليم له بريده خوندي كوي.

ځوان پاچا په همدې خيالونو كې ډوب دى چې يوه درنه بي بي چې د ده مور ده ورته راشي، په جدي لهجه ترې پوښتي:

دا څه اورم، ريښتيا تر ښار دېوالونه راګرځوې؟

ځوان پاچا مور ته په درناوي درېږي په خوښۍ او وياړ ځواب وركوي:

هوكې مورې، چې ښاريان مو د غليم له يرغله خوندي شي پر ښار دېوال راګرځوم!!

مور په حسرت سر خوځوي او زوى ته وايي:

ته به دښمن ته انتظار باسې چې د ښار تر دروازې او دېوالونه راورسېږي؟

دا د ښار له دروازو د باندې ولس ستا د پاچهۍ خلك نه دي؟ هغوى دښمن ته پرېږدې او يوازې ښار ساتې!!

د درنې مور درنو خبرو د ځوان پاچا مازغه راويښ كړل، غرور يې لټ وخوړ د مور لاسونه يې ښكل كړل وې ويل: مورې ريښتيا وايي، تر ښار دېوال راګرځولو ته اړتيا نشته، اوس وپوهېدم چې څه وكړم.

دا زموږ د ولس او هېواد د پت او غيرت د تاريخي بابونو يوه ريښتيانۍ كيسه ده، كومه خيالي افسانه نه ده. ځوان پاچا راپاڅېد ولس يې ورسره ملګرى كړ، د نوي افغانستان بنسټ يې كېښود چې له كشمير تر سيستانه او له بخارا تر ګوادره يې ټوله سيمه تر نګين لاندې وه، تاريخ يې د ستر احمد شاه بابا په نامه راپېژني. ځوان احمد خان د زرغونې انا په څېر درنه، هوښياره او باغروره مور درلوده چې بالاخره احمد شاه بابا د نوي افغانستان بنسټګر شو.

خو درېغه چې د وخت په تېرېدو چې څومره د لوى احمد شاه بابا ځايناستي وړوكي كېدل همدومره د بابا لوى افغانستان ورسره وړوكى شو.

اوس خبره تر دې را رسېدلې چې د لوى بابا په ميراث ناستو يارانو ته كابل هم تر خپل قد قامت لوى ښكاري.

دوى د شنه زون نوي حدود ټاكي، چې يوازې ارګ او يو څو سفارتونه خوندي شي، د دوى پر پرېكړه هېوادوال اعتراض كوي، دې ته يې پام نه دى چې دوى ټول په دې پړه كې شريك دي، دوى پخپله داسې څوك پر خپلو اوږو سپاره كړي چې، دنيا يې ډېره وړوكې ده، هماغه د ارګ تر دېوالونو دننه خپل قلمرو بولي. د دوى دنيا همدومره وړوكې ده او مجبور دي چې د خپلې دنيا پر حدود دېوالونه راوګرځوي.

د دوى او په ټوله كې د افغانانو بدمرغي دا ده چې اوس زرغونې انا غوندې سپېڅلې او درنې ميندې چېرته دي چې د خپلو زامنو ذهني نړۍ لويه كړي؟! زه خو چې د يارانو اوسنۍ ذهني نړۍ ګورم، ويرېږم چې كومه ورځ د واتيكان په څېر په ارګ كې دننه نوي دېوالونه ونه درېږي او نوى قلمرو اعلان نه شي.

دا وګورئ

متولی اعظم در بیانیۀ رهنمودی اش: جنگ از شما، سلاح از ما!

سوریا [جناب «ترمپت» متولی اعظم معبد مرکزی آمون بزرگ که برای امضای یک قراردار تسلیحاتی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *