شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / نوى محور، نوى شور، كه تكراري ابتذال؟

نوى محور، نوى شور، كه تكراري ابتذال؟

يو شمېر پخوانيو حكومتي چارواكيو چې په ملي امنيت شورا كې د ولسمشر پخوانى سلاكار ډاكټر سپنتا او د ملي امنيت پخوانى رئيس رحمت الله نبيل يې په مشرتابه كې شامل دي يو نوى سياسي جريان اعلان كړ.

(د افغانستان د خلكو محور) په نوم د دغه نوي سياسي جريان مشرانو پرون په خپل لومړني كنفرانس كې وويل چې حكومت غير قانوني دى او مشروعيت نه لري، خو دوى يې رانسكورول نه غواړي، نه پكې سهم او ونډه غواړي. په دې كې شك نشته چې زموږ اوسنى سياسي چاپېريال او حكومتي نظام ډېر شړېدلى، بې اعتباره شوى او سولېدلى دى، په وروستيو دوو نيمو كلونو كې د حكومت د اپوزيسيون په توګه چې كومې جبهې او ائتلافونه اعلان شول هغه هم يا د حكومت بي ټيمونه ثابت شول او يا د وړوكيو شخصي موخو او امتياز تږي وي چې په سياسي رشوت يې خولې ورچوپې كړاى شوې.

د ولس د خير خبره او د ستونزو هغه اصلي سرچينې ته ګوته نيول متاسفانه له ټولو هېر دي، د ولس قضاوت د داسې ائتلافونو او ډلو په باب ډېر منفي دى.

د بن له پرېكړو وروسته د بيان د آزادۍ او ولسواكۍ په نوم يو نوى بازار تود شو، هره ورځ د يوې نوې ټولنې، ګوند، رسنۍ او يوه دفتر د پرانيستې مراسم وو، هغه پورته شوي شعارونه هم پر ډيموكراسۍ، بشري حقونو، د بيان د آزادۍ او د ولس د خدمت پر محور پورته كېدل. خو ټولنې ته يې بيا پايله دا وه چې څو كوڅې به نورې هم وتړل شي، څو د تورو ښيښو موټرونو كتارونه نور هم زيات شول، لارې نورې هم تنګې او عام خلك نور هم ورسره په ستونزو واوښتل.

د خلكو محور نوى سياسي جريان خو آن له لومړۍ غونډې په عجيب ډول رامطرح شو، نوم يې د افغانستان د خلكو محور دى، خو هغه حكومت چې نه يې قانوني بولي او نه مشروع، مخالفت ورسره نه لري.

په هر صورت په دې كې شك نشته چې ولس له تكراري څېرو، په فساد او پرديو ته په چوپړ كې بوختو يارانو نه نور پزې ته رسېدلى دى، يوه نوي حركت، نوې تګلارې او يوه نوي شور ته اړتيا ده چې ولس راټول كړي، سره متحد يې كړي، په يوه ملي محور بدل شي.

ولس خپلې ستونزې ښې پېژني، اصلي لاملين يې پېژني چې د دوستانو په نوم هغه بهرني لوري دي چې زموږ د هېواد ځمكه او فضا يې په واك كې ده.

آيا د نوي سياسي جريان په مشرتابه كې دا درك، شهامت او له ولس سره په ژمنو او شعارونو كې اخلاص شته چې د هېواد د بدمرغيو له اصلي لوريو سره ډغرو ته راووځي؟ كه وي ولس به يې بدرګه كړي، كه نه د تكراري او كليشه يي څېرو ډېران ته به لوېږي.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *