شنبه , جولای 22 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ولې روسيه له امريكا نه ځواب غواړي؟

ولې روسيه له امريكا نه ځواب غواړي؟

ف، فايض

پخوا تر دې چې اصلي بحث ته راشم د كابل د اصلي اوسيدونكو يوه اصطلاح راياده شوه او هغه دا چې: «بګريش كه نګيرت»

دا اصطلاح په داسې ځاى كې كارول كېږي، چې يو ملامت سړى له واره پر بل ټوپ كړي او هغه تر پوښتنې لاندې ونيسي، د دې لپاره چې خپله پړه پرې پټه كړي او اوس به راشو اصلي خبرې ته.

په افغانستان كې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير كابلوف چې په پښتو ژبه هم روانې خبرې كولى شي، پر امريكا غږ كړى دى چې په افغانستان كې د داعش د هوايي اكمالاتو په اړه ځواب ووايي. هغه وايي چې مسكو دې ته سترګې پر لار دى چې امريكا او لوېديز هېوادونه د هغو ناپېژندل شويو الوتكو په باب چې له داعشه ملاتړ كوي وضاحت وركړي، ښايي كابلوف د مسكو په نمايندګۍ په دې خبره كې په حقه وي؛ ځكه د افغانستان فضا خو د امريكا او ناټو په كنټرول كې ده او افغان حكومت خو اول ترېنه خبرېږي نه او كه خبر شي نو پر: «شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده» عمل كوي؛ نو دلته چې كومې الوتكې راځي او څه راوړي خامخا امريكا هم ترېنه خبره ده او ناټو هم.

په دې كې شك نشته چې په پيل كې ډېرې خبرې پټې وي، د بېلګې په توګه داعش څو كاله د مخه په نورستان كې راڅرګند شو؛ خو هغه مهال چا د داعش نوم نه و اورېدلى. خبرونه به راتلل چې مخ پټي كسان په نورستان كې رڅرګند شوي چې چېرته هم طالبان په لاس ورشي، وژني يې، هغه مهال دا خبره ټولو ته مهمه وه چې دا به لا كومه ډله وي چې پر طالب هم لاسبرې ده.

د داعش نوم هغه مهال خولو ته ولوېد چې په زابل كې يې سر را اوچت كړ؛ خو زموږ حكومت او امنيت شورا د دې خبرې ترديد كاوه، بيا چې پرې لږ زور راغى نو ويل يې چې دا همغه پخواني طالبان دي چې سپين بيرغ يې پر تور بدل كړى او كه نه په ماهيت كې همغه طالبان دي او كومه نوې ډله نه ده. وروسته چې د امريكايي مقاماتو د وړاندوينې سره سم داعش د ننګرهار په اچين كې سر راپورته كړ خبره برالا شوه. هلته هم لومړى محلي خلكو ورسره مرسته وكړه؛ خو چې وروسته يې پر هغوى بريد وكړ، پوه شول چې دا خو مو پخپل لاس مار ته په لستوڼي كې ځاى وركړ؛ خو دا مهال اوبه له ورخه تېرې وې، بايد د اچين خلكو د داعش هرې نارواوې ته غاړه ايښې واى تر دې چې مشران يې پر بمونو كښېنول او وايې لوځول.

په هر حال د داعش څېره پټه پاتې نه شوه. داعش ډله لومړى په عراق كې د زرقاوي تر وژل كېدو وروسته په ۲۰۰۶ كې تشكيل شوه. چې په حقيقت كې له القاعده نه راجلا شوې ډله وه؛ خو د دې ډلې په باب ډېر ژر دا ادعاوې هم وشوې چې تر شا يې امريكا، انګليس، اسرائيل او يو شمېر عربي هېوادونه دي. داعش د سترګو په رپ كې نيم عراق او د سوريې په شام څه برخې ونيولې او په يوه لوى قوت بدل شو. په دغسې سرعت پر يوه قوت د داعش بدليدل بې له شكه له بهرني ملاتړه پرته ناشونې خبره وه؛ خو داعش بالاخره په ځانګړې توګه د عراق د حكومتي قواو له مقاومت سره مخ شو. اوس عراقي قواو موصل ښار چې د داعش مشر ابوبكر بغدادي په كې په هغه تاريخي جومات كې چې خواوشا اته سوه كاله وړاندې د نورالدين زنګي په وخت كې جوړ شوى و خپل خلافت اعلان كړ د عراقي قواو لاسته ولويد. د خپرو شويو رپوټونو پر اساس د سعودي پاچا سلمان د امريكا ولسمشر ډونالډ ترمپ او عراقى صدراعظم حيدرعبادي ته په تلفون كې د دې بريا مباركي وويله. كه څه هم داعش په موصل كې ماته وخوړه خو هوډ يې څرګند كړ چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به جنګېږي، دا چې وروسته به څه كېږي دې ته به وخت ځواب ووايي.

بايد هېر نه كړو چې په افغانستان كې د داعش كيسه لږ څه بل شانته ده، د افغانستان داعش له هغو عربانو نه، نه دى جوړ چې په عراق او سوريه كې يې خلافت اعلان كړ او هلته جنګېږي، هغه داعش له يوه داسې حالت سره مخ دى چې تراوسه يې دې ته وار نه دى پيدا كړي چې افغانستان ته راټوپ كړي. كه داعش هلته وزګار شوى واى؛ نو بې له شكه به يې لومړنى ګوزار په ايران واى، ځكه داعش له تشيع سره شديده دښمني لري او ايران د تشيع هغه مركز دى چې هرې خوا ته يې د مداخلې ريښې ځغلولې دي؛ په سوريه، يمن، لبنان، عراق، افغانستان او نورو هغو هېوادونو كې تشيع پالي چې هلته شيعه ګان اوسېږي او د دې پالنې تر شا يې سياسي اهداف پراته دي.

دا اوس چې روسيې امريكا له خوږې ګوتې رانيولې ده چې ژر كوه ووايه چې په افغانستان كې د داعش هوايي اكمالات څوك كوي، روسيې ته دا څه پټه خبره نه ده؛ بلكې روسان غواړي چې خپل هغه كومكونه پټ كړي چې دوى يې له طالبانو سره كوي او كه نه اوس خو خبره بالكل لوڅه ده، داعش امريكا، انګليس او پاكستان تقويه كوي چې ښايي د يو شمېر عرب هېوادو مرستې هم ورته راورسېږي او طالب د دې تر څنګ د خپلو يو شمېر ضرورتونو له لامله له پاكستان سره د اړيكو په ساتلو مجبور وي، له ايران او روسيې سره هم اړيكي ساتي، ښايي له روسانو سره د طالب اړيكو ته هم ايران لاره اواره كړې وي، د طالبانو پخوانى مشر اختر منصور د همدې لوبې قرباني شو؛ خو د هغه وژل كېدو د ملا هبة ا… غوږونه يو څه تاو كړي دي چې:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه

لكه څرنګه چې په افغانستان كې ټول څه د حكومت په خوښه نه دي روان، دغسې مجبوريتونه طالب هم لري، ځكه طالب خو نه په هوا كې ژوند كولاى شي او نه د ځمكې لاندې؛ بلكې د ځمكې پر سر به ژوند كوي او چې د ځمكې پر سر ژوند كوي نو له ډېرو هېوادونه مجبور دى خصوصاً له پاكستانه چې كورونه يې هلته دي او د نورو اړيكو په ساتلو او پاللو ورسره مجبور دي. اوس ښايي روسيه او ايران ځانته جواز وركړي چې د داعش د مخنيوي لپاره بايد طالب وپالي او د داعش پر وړاندې يې استعمال كړي، امريكا خو يوه منظلمه ستراتېژي لري او دا ستراتېژي يې كه پرون پر طالب پر مخ بېوله نن يې پر داعش پر مخ بيايي د اوس لپاره د امريكا او روسيې د تقابل مركز افغانستان دى، ګټې د دوى دي خو د دې دوو ځناورو په جنګ كې به افغانان وژل كېږي.

دا وګورئ

وسله وال مخالفين او د كورنيو عوايدو سرچينې

ف، فايض كله چې په ۱۹۹۴ كې د طالبانو په نامه كوم حركت سر را ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *