شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / حامد کرزی په اروزګان او کندز کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې: له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د افغانانو بمبارول بشري جنایت دی

حامد کرزی په اروزګان او کندز کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې: له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د افغانانو بمبارول بشري جنایت دی

 

دغه ډول بریدونه د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیاتوي او ګټه یې د هېواد دښمنانو ته رسېږي

بهرنيو ځواکونو د شنبې په سهار په کندز او ترينکوټ ښارونو کې بېلابېل هوايي بريدونه کړي چې پکې ملکي خلکو او عامه تاسیساتو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

د بهرنيو ځواکونو له لوري هوايي عمليات بايد په دقت ترسره شي، تر دې وروسته د عملياتو پر مهال تېروتنه راته د منلو نه ده(مشرانو جرګه)

کابل – پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پر عامه تاسیساتو او عامو افغانانو هوايي بریدونه ستر بشري جنایت دی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په کندز کې د وړمې ورځې هوايي برید په کلکو ټکو غندل شوی او هغه یې ستر بشري جنایت بللی دی. د کرزي په وینا، هغه هوايي بریدونه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د عامو افغانانو ژوند اخلي، ښارونه ورانوي او عامه تاسیسات ویجاړوي، ستر بشري جنایت او د نه بښلو عمل دی. پخواني ولسمشر ویلي چې دغه ډول بریدونه د افغانانو او افغان حکومت ترمنځ واټن زیاتوي او همدا راز یې ګټه د هېواد دښمنانو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړې چې په راتلونکي کې دې د ورته بریدونو مخنیوی وشي او تر دې زیات دې افغانان د غم پر ټغر نه کېنول کېږي. پر کندز ښار د بهرنيو ځواکونو د وړمې ورځې هوايي بريد له امله يو ښوونځى او څو کورونه ويجاړ شوي دي.

بهرنيو ځواکونو د شنبې په سهار په کندز او ترينکوټ ښارونو کې بېلابېل هوايي بريدونه کړي چې پکې ملکي خلکو او عامه تاسیساتو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

دې بریدونو د خلکو ترڅنګ د ملي شورا د غړو غبرګونونه هم راپورته کړي دي. د مشرانو جرګې غړي حنيف حنفي، مير خاتم تره خېل او جمعه الدين ګيانوال چې د يکشنبې په ورځ يې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وايي چې بهرني ځواکونه بايد د هوايي عملياتو پر مهال له دقت څخه کار واخلي او زياتوي چې تر دې وروسته د هوايي بريدونو پر مهال هر زار تېروتنه چې له کبله يې ملکي تلفات رامنځته شوې وي، ورته د زغملو نه ده. د عزت الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته ويلي چې هوايي بمبارد د ترينکوټ ښار اړوند د مهراباد په سيمه کې شوی دی. هغه زياته کړې چې په بريد کې د يوې ښځې او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دی. دى وايي چې د بمبارد له امله د يوه بل کور درې غړي ټپیان شوي دي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *