شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / اې بي سي ټلویزیون: اسټراليایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي

اې بي سي ټلویزیون: اسټراليایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي

 

دغو ځواکونو په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون ډېر شمېر بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کانبرا – د اسټرالیا (اې بي سي) ټلويزيون داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د یاد هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي. د اې بي سي د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو پر هغو اسنادو کار کوي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو په ګډون ډېر شمېر بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دغه راپور کې راغلي چې د یاد هېواد ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د شپنیو عملیاتو پر مهال په یوه کور کې ۶ ماشومان په ډزو وژلي دي. سرچينه زياتوي، اسټرالیايي پوځيانو د جګړې په ډګر کې په داسې کارونو لاس پورې کړی چې د بشر له حقونو سره په ټکر کې دي. د وسله والو طالبانو مړو ته سپکاوی بله سرغړونه ده چې یادو سرتېرو کړې ده. د افغانستان په جګړه کې د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو له جنايتونو او جنګي جرمونو په داسې حال کې پرده پورته کېږي چې نړيوالې جنايي محکمې په هېواد کې د جنګي جرمونو څېړنه پيل کړې ده.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *