دوشنبه , سپتمبر 25 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د بلخ والي عطاء محمد نور: که حکومت اصلاح نه شي له هرې ممکنې وسیلې به کار واخلو

د بلخ والي عطاء محمد نور: که حکومت اصلاح نه شي له هرې ممکنې وسیلې به کار واخلو

 

په حکومت کې استبداد او ديکتاتوري زياته شوې او د وزيرانو، رئيسانو او ادارو واکونه ټول څو کسانو انحصار کړي دي

د تدارکاتو کمېسیون د غلو په لاس کې دی او د قراردادونو له پیسو ډک بکسونه په الوتکو کې بهر ته وړل کېږي

کابل – د حکومت ضد رامنځته شوي ائتلاف غړي او د بلخ والي عطاء محمد نور په مزار شریف کې يوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په ملي يووالي حکومت کې استبداد او ديکتاتوري زیاته شوې، د وزيرانو، رئيسانو او واليانو واک انحصار شوی او حکومت څو محدود کسان اداره کوي.

نوموړی وايي، په حکومتي چوکاټ کې ګومارنې د اړيکو او يا هم د پيسو په بدل کې ترسره کېږي چې دغه کار په حکومت کې د بې کفايتۍ لامل شوی دی.

نور زیاتوي چې د حکومت لويې کليدي ادارې او په ځانګړې توګه د تدارکاتو کمېسيون د مفسدو کسانو په لاس کې دی، لوی قراردادونه د شراکت او اړيکو پر اساس ورکول کېږي او پیسې په بکسونو کې دوبۍ ته انتقالېږي.

د هغه په وینا، له اجرائيه رياسته يې له دې کبله لار بېله کړې چې د بې کفايتۍ له کبله يې د خپلو خلکو له حقونو دفاع ونشوه کړای او په خبره يې د حکومت دې او ورته نورو بې تفاتيو ته په کتو اړ شوی چې تر سلامشورو وروسته له جنبش او وحدت اسلامي ګوندونو سره په ګډه، د حکومت ضد ائتلاف رامنځته کړي.

د بلخ والي په ترکيه کې د حکومت ضد ائتلاف رامنځته کېدل د نظام د سقوط په هدف نه، بلکې د ملي ګټو د خونديتوب او د واکونو د بېرته اعادې په هدف بولي.

عطاء محمد نور د ائتلاف د بهرني ملاتړ په تړاو چې د روسیې، ایران او ترکیې د حمایت شک پرې کېږي وايي، دا ائتلاف خپلواک دی، خو که حکومت او نړیواله ټولنه یې غوښتنې ونه مني، له هرې ممکنه وسيلې به کار واخلي او د هر لوري د مرستې وړانديز به ومني.

د بلخ والي له نړیوالو غوښتنه کوي چې د ملي یووالي حکومت د بې کفايتۍ په پام کې نیولو سره دې طرف نه واقع کېږي او د دغسې حکومت او د خپل کاري مدیریت په اړه دې تجدید نظر وکړي.

پر حکومت د عطاء محمد نور دغه تازه نیوکې داسې مهال دي چې حکومت هڅه کوي په ترکيه کې جوړ درېګونی ائتلاف مات کړي او په همدې تړاو حکومت جنرال دوستم ته له دې ائتلافه د راوتلو په بدل کې د امتیازاتو ورکولو وړانديز کړی، خو ویل کېږي نوموړي رد کړی دی.

دا وګورئ

د کندز خلک:   د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پوزې راغلي یو

  دغه غير مسوول وسله وال خلک وژني، غلاوې کوي، د مکتب نجونې ځوروي، اختطاف ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *