شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د باوري سرچينې په قول: امريكا پر تركيې فشار راوړى چې جنرال دوستم پرېنږدي چې افغانستان ته راشي

د باوري سرچينې په قول: امريكا پر تركيې فشار راوړى چې جنرال دوستم پرېنږدي چې افغانستان ته راشي

 

سرچينه وايي چې كه دوستم هېواد ته رانشي، نو زوى به يې د ده ځاى ونيسي او په نوي ائتلاف كې به فعال شي

د انقرې ائتلاف په كابل او مزار كې د لويو احتجاجي غونډو پلان لري، د روښنايي غورځنګ هم ورسره تماسونه لري

(كابل+ويسا) يوې باوري سرچينې تېره شپه ويسا ته وويل، امريكا پر تركيې زيات فشار راوړى چې جنرال دوستم پرېنږدي چې افغانستان ته راشي.

د سرچينې په قول كې دوستم په تركيه كې پاتې شي، نو په نوي ائتلاف كې به د دوستم زوى باتور د خپل پلار ځاى ونيسي او فعال به شي.

سرچينه وايي چې نوى ائتلاف پر حكومت د فشار لپاره په كابل او مزار كې د لويو لاريونونو د را ايستلو پلان لري او دغه ائتلاف د روښنايي له غورځنګ سره هم اړيكې لري. د روښنايي غورځنګ پخوا د زمري په دوهمه په كابل كې د لاريون اعلان كړى دى.

يوې بلې سرچينې ويسا ته وويل چې نړيواله ټولنه له مخ په شړېدو حكومت سره ډېره نا آرامه ده، خو د بديل نه درلودو له لامله يې ملاتړ ته مجبوره ده.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *