دوشنبه , سپتمبر 25 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستياله بشرا ګوهر: که پاکستان له خپلو منفي سياستونو لاس وانخلي د ترهګرۍ په اور کې به ايره شي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستياله بشرا ګوهر: که پاکستان له خپلو منفي سياستونو لاس وانخلي د ترهګرۍ په اور کې به ايره شي

 

اسلام اباد له کابل سره د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي

اسلام اباد – د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستياله بشرا ګوهر وايي چې اسلام اباد له کابل سره د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. ګوهر د پاکستان پر بهرنيو سياستونو په نیوکې سره وايي چې اسلام اباد دې د کابل په مقابل کې خپل سياستونه بدل کړي. دا زياتوي، که پاکستان په افغانستان کې له خپلو منفي سياستونو لاس وانخلي، پخپله به هم د ترهګرۍ په اور کې ايره شي. د عوامي نېشنل ګوند مرستياله وايي، که په پاکستان کې ترهګرو ته د “ښو ترهګرو” په نوم ځای ورکول کېږي، نو دغه ترهګر به چې ښه او بد نه لري، د پاکستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. د نوموړې په وینا، د پاکستان خلک له ترهګرو سره بې توپيره مبارزه غواړي او بايد ټولې هغه ترهګرې ډلې وځپل شي چې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري. بشرا ګوهر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله د نړيوالو تر سختو فشارونو لاندې دی او په وروستيو کې خو آن پاکستاني چارواکو هم د خپل هېواد پر ناسمو سياستونو نيوکې پيل کړې دي چې ښه بېلګه يې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني څرګندونې دي. حقاني ويلي و چې په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد پر پاکستان فشارونه ډېر شي.

دا وګورئ

د کندز خلک:   د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پوزې راغلي یو

  دغه غير مسوول وسله وال خلک وژني، غلاوې کوي، د مکتب نجونې ځوروي، اختطاف ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *