شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په تورخم کې ۲۰۰ بورۍ امونیم نایټرېټ نیول شوي

په تورخم کې ۲۰۰ بورۍ امونیم نایټرېټ نیول شوي

د یادو موادو د انتقال په تور مو د موټر چلوونکی هم نیولی چې د پاکستان اوسېدونکی دی(امنیتي چارواکي)

جلال اباد – امنیتي چارواکي وایي، په تورخم سوداګریز بندر کې یې په یوه لارۍ کې بار ۱۰ ټنه داسې مواد نیولي چې د بمونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي. په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دوی ځواکونو په یوه لارۍ موټر کې ۲۰۰ بورۍ امونیم نایټرېټ نیولي دي. د حسین خېل په خبره، نیول شوي مواد له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو په موخه راوړل کېدل. دغه امنیتي مسوول وايي، د یادو موادو د انتقال په تور یې د موټر چلوونکی هم نیولی چې د پاکستان اوسېدونکی دی. تر دې وړاندې هم په ځلونو د امنیتي ځواکونو لاس ته داسې چاودېدونکي توکي ورغلي چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د ورانکارو کړنو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راوړل کېدل.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *