دوشنبه , سپتمبر 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / داعش ځپل كېږي كه ځواكمنېږي؟!

داعش ځپل كېږي كه ځواكمنېږي؟!

افغان حكومت د پنټاګون دغه اعلان تائيد كړى چې د امريكا او افغان ځواكونو په ګډ بريد كې د القاعده ځايي مشر ابو سعيد په كونړ كې وژل شوى دى. پنټاګون او افغان امنيتي مسوولين دا لوى برى بولي او وايي چې د داعش د مشر وژل كېدل د دوى د جنګياليو پر روحيه منفي اغيز كوي.

خو دلته د پوښتنې ځاى دا دى چې د جولاى پر ۱۱مه د ابوسعيد وژل كېدل دومره وروسته ولې تائيد شول؟ آيا دا د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير كابلوف له څرګندونو سره تړاو نه لري چې له امريكا غواړي چې په افغانستان كې د داعش د پياوړتيا وضاحت وركړي او دې اندېښنو ته ځواب وركړي چې د داعش ډلې اكمالات د الوتكو له لارې كېږي او دغه الوتكې او څرخۍ (هليكوپټرې) امريكايي اډو ته ستنېږي.

په هر صورت كه د پنټاګون لخوا د ابوسعيد د وژلو د خبر اعلان د ضمير كابلوف د خبرو ځواب وي او كه نه، زموږ په هېواد كې د داعش د خطر په باب اندېښنې ورځ تر بلې زياتېږي، معنا دا چې د ضمير كابلوف اندېښنې پر ځاى دي، د پنټاګون او يا افغان چارواكيو دغه ادعا چې د داعش د مشرانو وژل كېدل دوى ته لويه ضربه ده، ډېره پر ځاى او منطقي نه ده.

واقعيت دا دى چې په افغانستان كې داعش كومه طبيعي پديده نه ده، استخباراتي پروژه ده، چې په الوتكو او هليكوپټرو كې يې اكمالات كېږي، دا هغه پروژه ده چې په پيل كې افغان او امريكايي چارواكيو د دوى پر شتون اعتراف هم نه كاوه. دا هغه پروژه ده چې افغان لوريو جګپوړي چارواكي پكې ښكېل وبلل او وروسته يې د بې رحمانه وژنو او كورونو سوځولو پېښو افغان ولس سخت ولړزاوه.

داعش اوس په هېواد كې په ريښتينې معنا په يوه لوى ګواښ بدل دى. د يوه مشر او څو تنو په وژلو د دې ګواښ مخه نيول ناشونې ده، پر همدې پلمه امريكا زموږ پر خاوره تر ټولو لوى غير اتومي بم وغورځاوه، خو دا دي اوس ګورو چې د هېواد له ختيځه تر شماله په بېلابېلو ولايتونو كې د داعش د جګړه مارو د وژنو خبرونه هره ورځ اورو.

دلته خبره پر همدې ده چې د داعش تر شا ځواكونه څوك دي؟ په فارياب او نورو ځايونو كې په څرخيو كې د دوى اكمالات څوك كوي؟

زموږ چارواكي بايد د ولس دې اندېښنو او پوښتنو ته ځواب ووايي، داعش نور په داسې پړاو كې نه دى چې د يوه دوو مشرانو او قوماندانانو په وژلو يې د ختمېدو دعوې وشي.

اوس چې په عراق او سوريه كې د دې ډلې تر واك لاندې ښارونه د دوى له لاسه ووتل، ښايي زياتره جنګيالي يې زموږ هېواد ته راشي، دا له څو كاله وړاندې اټكل كېدل چې داسې به كېږي، ځكه خو نه يوازې د افغان ولس بلكې د افغانستان د لرې او نږدې ګاونډيو اندېښنې پر ځاى دي.

دا وګورئ

اوسنۍ بدمرغۍ؟ د تېر حكومت كه د جان كېري ميراث؟!

  د ولسمشرۍ د ويندويانو سرپرست شاه حسين مرتضوي پرون د سيګار هغه راپور تائيد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *