شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / امريكا سوله نه غواړي او افغان حكومت سوله نه شي راوستلاى

امريكا سوله نه غواړي او افغان حكومت سوله نه شي راوستلاى

ف، فايض

بالاخره يو نسبتاً ښه ګام واخستل شو. په كندهار ولايت كې د امنيتي ځواكونو نه د ملاتړ په هدف په جوړه شوې غونډه كې د ولسي جرګې يو شمېر غړو او قومي مشرانو برخه واخسته. دا غونډه تېره جمعه (۲۳-۴-۱۳۹۶) جوړه شوه. په غونډه كې يوه مهم ټكى ته اشاره وشوه او هغه دا چې د هېواد روان حالت ته د پاى ټكي د اېښودلو لپاره بايد لويه جرګه جوړه شي. ځينو وكيلانو د ملي اجماع خبره هم كوله، خو دلته بايد دا يوه تېروتنه اصلاح شي او هغه دا چې «ملي اجماع» هېڅكله د لويې جرګې بديل كېدلاى نه شي؛ ځكه ملي اجماع يو مشورتي حيثيت لرلاى شي. په تېر كې هم چې لويې جرګې ته د مشورتي لويې جرګې نوم وركړل شوى زه ورسره موافق نه يم؛ ځكه د لويې جرګې يو مهم خصوصيت دا دى چې د تاريخ په اوږدو كې يې فيصله كوونكي او اجرائي نقش لرلى دى. ميرويس نيكه چې د ګرګين له شر نه د هېواد او ولس د خلاصولو لپاره كومه جرګه راوغوښته هغه هم يوه لويه جرګه بللاى شو، ځكه په هغې كې هم پر يوه داسې لار نقشه پرېكړه وشوه چې ميرويس نيكه پرې عمل وكړ، هغه صفوى دربار ته ولاړ، د حج د سفر اجازه يې ترېنه وغوښته او هلته يې له علماو نه د صفويانو او ګرګين پر خلاف د قيام فتوا واخسته او بېرته هېواد ته راستون شو؛ مشرانو ته يې هغه فتوا وښوده چې بيا يې د خپل قيام ترتيبات ونيول او ولس يې د ګرګين له عذابه خلاص كړ. همداسې د احمد شاه بابا د انتخاب لويه جرګه، همدارنګه تر دا ننه پورې.

زه له دې استدلال سره هم نه يم موافق چې لويه جرګه دې خامخا حكومتونه راوغواړي لكه چې د ميرويس نيكه او احمد شاه بابا د انتخاب لويې جرګې يې ښه مثالونه دي چې زموږ د معاصر تاريخ تر ټولو مهمې جرګې همدا دي؛ خو هغه حكومتونو نه وې غوښتنې. تر كومه چې د حكومت خبره ده، نو يو خو اوسنى حكومت لويه جرګه نه راغواړي او نه يې راغوښتلاى شي. غواړي خو يې ځكه نه چې اوس د حكومت او ملت ترمنځ ډېر واټن پيدا شوى دى، حكومت وېرېږي چې ولس به يې پر خلاف پرېكړه وكړي ان ګورو چې هغه د ملي وحدت د حكومت د موافقه ليك د عملي كولو په خاطر يې هم لويه جرګه راونه غوښته او غوښتلاى يې ځكه نشي چې هلته يې دا پلمه نيولې چې لويه جرګه په اساسي قانون كې تعريف شوې؛ نو تر هغې پورې چې د ولسواليو د شوراګانو انتخابات نه وي شوي، لويه جرګه د قانون له مخې دايرېدلاى نه شي، حال دا چې ولسمشر په خپل لومړني فرمان كې د اساسي قانون پښتۍ ماتې كړې؛ ځكه په اساسي قانون كې خو نظام تعريف شوى، هلته چېرې دى د ملي وحدت په نامه حكومت چې ده جوړ كړ؟ د اساسي قانون خو ولسمشر ته دا صلاحيت او اجازه نه ده وركړې چې هر څه يې زړه غواړي هغه دې وكړي، دى كه صلاحيت لري د قانون په چوكاټ كې يې لري.

اوس كه چېرې زموږ ملي شورا  وغواړي د هېواد له مطرحو ملي او سياسي مشرانو سره په مشوره كې لويه جرګه دايرولاى شي. په دې جرګه كې بايد د هېواد پر روانو ناخوالو تفصيلي بحث وشي او بالاخره بايد يوې پرېكړې ته سره ورسېږي. ولسمشر ښايي اورېدلي وي چې د جمعې اسانه طريقه ضرب دى هېواد پر سرپرستانو اداره كړه، د ولسي جرګې عمر په ناقانونه توګه اوږد كړې يا نور دغسې موارد، حال دا چې كله ولسمشر يا حكومت د اساسي قانون له دايرې نه پښې وباسي بايد متوجه واوسي چې پخپله حكومت هم له مشروعيت نه محرومېږي؛ حكومت تر هغې پورې حكومت دى چې قانون ومني او كه قانون نه وي بيا خو په دې وطن كې نور زورور هم شته چې تراوسه حكومت يو هم كابو نه كړاى شو او په جينګ جان ورسره شپې تېروي.

په اوسنيو شرايطو كې يواځنۍ لار دا ده چې عنعنوي لويه جرګه جوړه كړاى شي؛ ځكه كه د لويې جرګې تاريخ ته مراجعه وكړو نو تر اوسه پورې نه د امان الله خان د وخت په اساسي قانون كې لويه جرګه تعريف شوې، چې هغه د افغانستان لومړنى اساسي قانون (نظامنامه) و او نه د نادرخان په اساسي قانون كې او نه د ظاهر شاه د وخت (۱۳۴۳) په اساسي قانون كې؛ نه د دواوود خان د وخت او حتى نه د كمونستانو د وخت. دا لومړى ځل دى چې لويه جرګه د ۱۳۸۲ په اساسي قانون كې تعريف شوى. اصلاً د لويې جرګې خصوصيت دا دى چې يو دغسې قيد و بند نه مني لكه دا اوس چې له كوم حالت سره مخ يو، د ولسواليو شوراګانو به شل كاله نور هم انتخابات نشي كېداى، نو موږ به لويه جرګه نه شو دايرولاى او حاكم فشارونه او ستونزې به زغموو؟

تاسې وګورئ لكه د كندهار په غونډه كې چې هم وويل شول دا مهال حكومت له ډېرو مشكلاتو سره مخ دى. تر ټولو لومړى دغه د ملي وحدت حكومت پخپله يو مشكل دى، ځكه چې په دې هېواد كې دوه موازي او مساوي حكومتونه منل شوي، كه چېرې اجرائيه رئيس د ولسمشر تر لاس لاندې واى او په هر څه كې د ففټي ففټي خبره نه واى، بيا خو مشكل حل و؛ خو مشكل دا دى چې دلته پر نصفٌ لى؛ نصفٌ لك باندې پرېكړه شوې ده. څومره امتياز چې اشرف غني لري او يا يې بايد واخلي همغومره به اجرائيه رئيس ته هم وركوي او دا مشكل له هغه ځايه راولاړ شو چې شفاف انتخابات ونه شول.

د ډاكټر عبدا… پلويان اوس هم ادعا كوي چې موږ په لومړي ځل انتخابات ګټلي وو، كه چېرته درغلي نه واى شوي موږ ګټلې وه، خو دغني ټيم بيا وايي چې نه په لومړي ځل خو نتايج هغه شوه چې هېڅ چا هم ونه ګټله او په دوهم ځل موږ وګټله. ډاكټر عبدا… خو د لويې جرګې په خيمه كې غونډه هم جوړه كړې وه او ان چې د خپلې كابينې د اعلان تصميم يې هم درلود؛ خو د سپينې ماڼۍ يوه ټليفون يې د تصميم لورى بدل كړ، اصلاً دا د ملي وحدت حكومت هم چې امريكا رامنځته كړ دواړه يې خوشحاله كړل، خو په حقيقت كې يې خپله هغه نقشه عملي كړه چې په ۲۰۰۹ كې يې طرح كړې وه چې د ولسمشر كرزي د مقاومت په نتيجه كې شنډه پاتې شوه.

لنډه دا چې د لويې جرګې جوړول تر بل هر وخته اړين دي، د روان حالت دوام په هېڅ ډول د هېواد او ولس په خير نه دى، بايد ملي شورا او ملي او سياسي شخصيتونه او قوتونه په دې اړه جدي ګام پورته كړي، كه چېرې عمل ونه شي، دا هسې غونډې او تقريرونه د ملت دردونه، نه شي دوا كولاى.

افغانستان دا مهال د يوه پېچلي او خطرناك جنګ كوربه دى. امريكا موږ ته سوله نه راولي، ځكه هدف يې دلته د جنګ تداوم دى، دا كمزورى حكومت يې د همدې لپاره رامنځته كړ چې جنګ دوام وكړي او حكومت خو ځكه سوله نه شي راوستلاى چې دا حكومت نه «بې بې» ده نه «لالا» نو له دغسې يوه حكومت د سولې غوښتل هسې د ځان غولول دي. اوس دې د ملت خواخوږي مشران پر امريكا او افغان حكومت دواړو چليپا راكاږي او پخپله دې اقدام وكړي او كه يې نه كوي يواځې شكايتونه او انتقادونه هېڅ ځاى نه شي نيولاى.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *