شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د ډيورنډ تپلې كرښه؛ د نړيوالې توطيې د دوام لپاره يوه ښه پلمه

د ډيورنډ تپلې كرښه؛ د نړيوالې توطيې د دوام لپاره يوه ښه پلمه

م، شفيقي

په دې وروستيو كې (د ۲۰۱۷ كال د مې مياشتې په پنځمه نېټه) چې په سپين بولدك كې كومه نښته وشوه او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته، پاكستان يو ځل بيا لارې وتړلې، لومړى ځل (د ۲۰۱۷ كال د فبروري مياشتې په ۱۷مه نېټه)پاكستان خپلې ټولې لارې بشپړې وتړلې چې افغانانو ته په لوى ناورين بدل شو، پاكستان يوازې له سوداګريز اړخه زيان وليد خو افغانانو ته پر سوداګريز زيان سربېره په زرګونو تنه افغانان دواړو لوريو ته بند پاتې وو چې ډېرې غميزې ورسره تړلې وې.

وروسته د پاكستان د صدراعظم د ملي امنيت سلاكار سرتاج عزيز او په ملي امنيت شورا كې د ولسمشر سلاكار حنيف اتمر په لندن كې سره وليدل، يوازې لارې پرانيستل شوې او پاكستان له خپل دريځه يو ګام هم شاته نه شو.

سمدستي ويلاى شو چې پاكستان برلاسى دى، ځكه چې هم د يوه اټومي ځواك په توګهلويو ځواكونو ته مهم دى او هم پياوړى پوځ او ادارې لري چې له پامه غورځول يې ناشوني دي.

امريكايي سياستوال هم له پاكستان نه همدغسې يو تصوير لري، په تېرو درېيو لسيزو كې د امريكا د ملي امنيت يوه مهمه څېره او د سيمې د چارو كارپوه بروس ريډل په خپل اثر (مرګونې غېږ) كې يوه ډېره په زړه پورې او له مفهمومه ډكه خبره كوي وايي: «په لسيزو امريكا او پاكستان توپاني اړيكې درلودې، له ډېر پخوا راهيسې موږ د پاكستان پر پوځ د دې لپاره پانګونه كړې چې زموږ ګټې خوندي كړي.»

همدغه ليكوال په خپل ياد اثر كې دا هم په صراحت وايي چې امريكا او پاكستان يو پر بل بې باوره دي خو له يو بل سره همكارۍ او ګډكار ته اړ دي.

پر دې سربېره په افغانستان كې پرلپسې د حكومتونو ړنګېدل او كورنۍ جګړې، بهرنۍ اوږدې لاسوهنې د دې لامل شوې چې دولتي ادارې په پښو ونه درېږي، د بن له پرېكړو وروسته جوړ شوى نظام د بهرنيانو په مرستو پورې تړلى او پخپله په افغانانو كې د خودۍ او غرور هغه پخوانۍ شيمه پاتې نه ده، پخوانى ولسمشر حامد كرزى پر بهرنيانو بې باوره شو، خو هغه نورې كمزورۍ درلودې د يوه باوري ټيم او ښې ادارې په جوړولو كې ناكام و، ځكه خو يوازې له بهرنيانو سره مخالفت هېڅ داسې مثبته پايله نه درلوده چې د ولس راتلونكې ډاډمنه كړاى شي.

نوى حكومت (د ډاكټر اشرف غني او عبدالله) شريك حكومت د قانوني مشروعيت پر كمزورۍ سربېره په كورنيو لانجو كې ښكېل شو. پايله دا چې په سيمه كې د روانې لويې لوبې په بهير كې افغانان يوازې د جګړې خاشاك او قرباني پاتې شول، خو پاكستان لا هم د لويو هېوادونو د پروژو شريك پاتې دى.

خو (د ۲۰۱۶ كال په اګسټ مياشت كې) د هند او امريكا ترمنځ د نويو توافقاتو له مخې د سيمې د سياسي راتلونكې په اړه د بدلونونو احتمال زيات شو، له دې سره دا وړاندوېينې هم وشوې چې په سيمه كې د لويو ځواكونو د لوبې له بدلون سره به پاكستان خپل اهميت بايلي. سره له دې چې دغه هېواد اټومي ځواك دى. لوى پوځ اوله لوېديز په تېره امريكا او انګلستان سره دوستانه او ژورې اړيكې لري، سره له دې چې پاكستان تراوسه امريكا لپاره د سيمې په كچه ښه ملګرى بلل كېږي، خو هند يې له امريكا سره د ملګرتوب ځاى نيولاى شي.

د هند او امريكا له نويو تړونونو وروسته د ۲۰۱۶ كال د اګسټ په ۱۵مه نېټه د هند صدراعظم نرېندرا مودي د هند د خپلواكۍ د كليزې په مناسبت په خپله وينا كې د لومړي ځل لپاره د پاكستان په اړه نوې خبرې وكړې، وې ويل چې د بلوچستان پر خلكو چې كوم ظلم كېږي دوى بې تفاوته نشي پاتې كېداى. د امريكايي ډيپلوماټانو له خولو هم ځينې داسې خبرې راوتلې چې ځينې افغانانو دا اټكلونه كول چې نور د پاكستان نوبت رارسېدلى دى.

په هر صورت په لنډو ټكيو كې داسې ويلاى شو چې افغانستان او پاكستان دوه ګاونډيان دي. يوازې په دوستانه اړيكو كې دوى ښه راتلونكې درلوداى شي. د نړيوالو لوبو په بهير كې كه د دواړو هېوادونو اړيكې د همدې لوبو تر اغېز لاندې وي، د دايمي برلاسي او ماتې په معنا نشي كېداى. متاسفانه تېر ۴۰ كلونه د پاكستان د برلاسۍ لپاره ښه فرصتونه وو، خو د نړيوالې لوبې د لوري بدلون او نوي پړاوونه دا هر څه ورسره بدلولاى شي، چې اوس يې نښې راښكاره كېږي. د پاكستان او افغانستان ترمنځ چې كومې ستونزې شته «ډيورنډ فرضي كرښه» يې اصلي ستونزه ده، د پاكستان په هغو اقداماتو چې تراوسه يې بريالي ترسره كړي بيا هم دغه كرښه د نړيوال سرحد په توګه نشي منل كېداى. د دې لپاره په ارامو شرايطو كې د دواړو لوريو د ولسونو ګډه پرېكړه اړينه ده.

دا مو مخكې وويل چې د پوځ ادارو، نظم او ثبات له مخې د كابل او اسلام آباد ترمنځ نن توازن ډېر له منځه تللى دى، خو په ملي كچه بيا افغانستان تر اويا كلن پاكستان په لسهاوو ځله د ټيكاو خاوند دى.

پر افغانستان چې څلور لسيزې د كومو تاړاكونو، توطيو او چپاوونو څپې تېرې شوې پاكستان يې د يوې لسيزې زغم نه لري. په افغانستان كې به د قوم، ژبې او سمت پر بنسټ د حق غوښتلو غږ اوچت شي، خو له كابل نه د بېلتون او شلېدلو تصور هم څوك نه كوي، ځكه چې دا زموږ په ولس كې شجر ممنوعه ده او همدغه مو د ولس د ځواك سرچينه ده، خو په پاكستان كې د بلوچستان، سند او خيبر پښتونخوا په كچه ولسونه شته چې له اسلام آباد سره له ګډ برخليك او ګډ ژوند نه بېزار دي، د شرايطو په لږ بدلون به پاكستان د پخواني شوروي تر مصنوعي وحدت هم زر او آسانه هر لورى په خپله لاره لاړ شي.

دلته يوه بل ترخه واقعيت ته اشاره كوو چې د دواړو هېوادونو چارواكي بايد ورته پام وكړي:

لومړى دا چې افغانستان او پاكستان ګاونډي هېوادونه دي، د جګړې او ناوړه اړيكو زيان دواړو ولسونو ته اوړي، موږ له پيله همدغه خبره كړې چې په افغانستان كې روانه بدمرغي هېڅكله هم زموږ په هېواد كې ايساره نشي پاتې كېداى. پاكستاني چارواكيو له جنرال مشرفه تر ننه (زياترو پوځي چارواكيو) چې له امريكا سره ګډې پروژې درلودې، په شخصي لحاظ به يې ګټه كړې وي، د جايدادونو خاوندان شوي دي، په بهر كې لويې شتمنۍ لري خو د پاكستان ولس له لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوى دى.

پر دې سربېره د افغانستان او پاكستان د اړيكو په خبرابېدو كې هم هغه نړيوال لوري چې په دې لوبه كې ښكېل دي، لاس لري. پخواني ولسمشر حامد كرزي او د پاكستان پخوانيو سفيرانو او ځينو نورو سياستوالو هم څو څو ځله دې موضوع ته اشاره كړې ده چې يو درېيم لورى شته چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د اړيكو د ښه كېدو مخه نيسي، پخواني ولسمشر پخپلو مركو كې پر لوېديزو هېوادونو په تېره امريكا دا تور لګولى چې نه غواړي د افغانستان او پاكستان اړيكې په طبيعي ډول دوستانه وي.

څو ورځې وړاندې د ۲۰۱۷ كال د جون له ۲۹مې نه د جولاى تر ۴مې چې امريكايي سناتورانو د جان مك كين په مشرۍ پاكستان او افغانستان ته سفرونه درلودل، په پاكستان كې يې د اسلام آباد سياستونه ستايل، جان مك كين د دوى له پوځي چارواكيو سره د ډيورنډ په اوږدو كې د هليكوپټرو چكر وواهه او د پاكستان د پوځ او حكومت ستاينه يې كوله، خو چې هماغه پلاوى كابل ته راغى د پاكستان تګلارې يې د جګړې او بدمرغۍ د دوام لامل بللې.

له بده مرغه موږ وليدل چې امريكا او ناټو له افغانستان سره د ستراتېژيكو اړيكو او امنيتي تړون سندونه لاسليك كړل، خو له پاكستان سره يې په ميلياردونو ډالرو مرستې وكړې. كه دغه دوه مخى دريځ و ارزول شي، په افغانستان كې د پاكستان د لاسوهنو هغه اصلي لاملونه هم ښه په ډاګه كېږي، چې نړيوال په دې لوبه كې شريك دي، او د نړيوالو له ملاتړ پرته پاكستان دغسې جرئت هېڅكله نه شواى كولاى.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *