شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په ولسي جرګه کې د کندز استازي:  ناټو ځواکونو په هوایي برید یو ښوونځى او څو کورونه ويجاړ کړي

په ولسي جرګه کې د کندز استازي:  ناټو ځواکونو په هوایي برید یو ښوونځى او څو کورونه ويجاړ کړي

 

د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، خو د غوڅ ملاتړ ماموریت د طالبانو پر ځای په ښار کې د نجونو یو ښوونځی بمباري کړی دی

موږ سخت اندېښمن يو چې بهرنيان ولې د استوګنې سيمې بمباروي او دا ښيي چې خلک آن په کورونو کې هم خوندي نه دي(ځایي اوسېدونکي)

کندز – پر کندز ښار د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله يو ښوونځى او څو کورونه ويجاړ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کندز استازې فاطمه عزیز وایي، په دې ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده، خو د ناټو ځواکونو د طالبانو پر ځای د ښار دننه پر یوه ښوونځي بمبار کړی دی. د ولسي جرګې غړي عبدالرحمن رحماني او عبدالودود پیمان د دغه راز خپلسرو عملیاتو د دوام په مقابل کې د ملي یووالي حکومت پڅ غبرګون د پوښتنې وړ بولي او په باور یې دغه چاره د دې ښکارندويي کوي چې حکومت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له هوایي بریدونو سره همغږی دی.

بل پلو د کندز د والي وياند سيد محمود دانش پژواک ته وويل چې پرون سهار بهرنيو ځواکونو په تېروتنه د کندز ښار خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړى دى.

هغه زياته کړه: “د بهرنيو ځواکونو اصلي موخه، د خواجه غلطان ښوونځى و چې د ودانۍ تر شا يې طالبان ځاى پر ځاى وو، خو د ناسمو کورديناتو له امله، بهرنيو ځواکونو خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړ چې په پايله کې یې دا ښوونځى ويجاړ شوى، خو ځاني مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.”

په همدې تړاو د خواجه مشهد ښوونځي مدير حشمت الله صديقي وويل چې دا پېښه پرون سهار شاوخوا ٤ بجې رامنځته شوې او د ښوونځي يوه برخه يې ويجاړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: “دې بريد زيانونه اړولي، له بل پلوه يې د زده کوونکو پر روحيه منفي اغېز کړى او هغه کورونه چې ‌ښوونځي ته نږدې واقع دي، هم زيانمن شوي دي.”

د کندز اوسېدونکو هم د بهرنيو ځواکونو د ياد بريد په اړه غبرګون ښودلى دى. د خواجه مشهد سيمې اوسېدونکي امرالدين وويل: “موږ سخت اندېښمن يو چې چارواکي ولې د استوګنې سيمې بمباروي او دا ښيي چې خلک آن په کورونو کې هم خوندي نه دي.” په همدې حال کې د کندز ځینو نورو اوسېدونکو هم په ټولنیزو رسنیو کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي چی په یاد برید کې درې کسان هم ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په کندز ولایت کې هوایي عملیات تاییدوي، خو زیاتوي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی. د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *