جمعه , جنوري 19 2018
کور‌پاڼه / خبرونه / د امريکا سنا مجلس پاکستان ته د مرستو کمولو سند ومانه

د امريکا سنا مجلس پاکستان ته د مرستو کمولو سند ومانه

په سند کې له پاکستاني حکومت نه غوښتنه شوې چې شمالي وزيرستان کې دې د حقاني شبکې د پټنځايونو د جوړولو مخه ونيسي

د ۲۰۱۸ کال تر پایه پورې به پاکستان سره تر هغو مرسته نه کېږي، ترڅو د پنټاګون دا خبره تاييد نه کړي چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې پرضد پرلپسې عمليات کوي

واشنګټن – د امريکا سنا مجلس هغه سند په اکثريت رايو ومانه چې په کې له پاکستان سره مرستې د دغه هېواد له لوري د حقاني شبکې او طالبانو پرضد عملياتو پورې مشروطې ګڼل شوې دي.

په سند کې له پاکستاني حکومت نه غوښتنه شوې چې شمالي وزيرستان کې دې د حقاني شبکې د پټنځايونو د جوړولو مخه ونيسي.

په سند کې منل شوې چې د ۲۰۱۸ ز کال تر وروستۍ مياشت پورې به پاکستان سره تر هغو مرسته نه کېږي، ترڅو د امريکا د دفاع وزير دا خبره تاييد نه کړي چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې پرضد پرلپسې عمليات کوي.

په سند کې له پاکستان څخه غوښتنه شوې چې د هغو لارو ساتنه به کوي، له کومو لارو چې د ناټو موټر تېرېږي. په دغه سند کې له هند سره د دفاعي مرستو زياتوالی او ورسره د اړيکو زياتول هم منل شوي دي. پاکستاني حکومت باندې په دې وروستيو کې د افغانستان او دغه راز له لوېديزو هېوادونو څخه فشارونه زيات شوي دي. دوی پر پاکستان تور لګوي چې د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي، خو پاکستان بيا وايي چې د ضرب عضب د عملياتو په پايله کې حقاني شبکه له شمالي وزيرستان نه افغانستان ته اوښتې ده او هلته په هغو سيمو کې فعاليت کوي چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه دي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *