شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر:  دوستم له نوي ایتلاف څخه د وتلو په تړاو د حکومت وړاندیز رد کړی

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر:  دوستم له نوي ایتلاف څخه د وتلو په تړاو د حکومت وړاندیز رد کړی

 

ستانکزي ترکيې ته د خپل سفر پر مهال له دوستم سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي و چې له حکومت ضد ايتلاف نه د وتلو په صورت کې به یې صلاحیتونه بېرته ورکړل شي

په کابل کې یو شمېر سفارتونه له سياسي اړيکو په استفادې، د دوستم د شخصيت د ترور په هڅه کې دي

کابل – په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره رسمي لیده کاته کړي او د نوموړي له وروستي دریځه یې ملاتړ کړی دی.

د دوستم د دفتر رئیس عنايت الله بابر فرهمند وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال له نوي جوړ شوي ایتلاف نه د وتلو په تړاو د ملي امنیت د رئیس معصوم ستانکزي وړاندیز رد کړی او په نږدې راتلونکې کې به دغه ایتلاف د جنرال دوستم په حضور کې په کابل کې اعلان شي.

د ملي وحدت حکومت له نوي ایتلاف نه د جنرال دوستم د وتلو په صورت کې د احمد ایشچي دوسیې د بندولو او د لومړي مرستیال په حیث د هغه د صلاحیتونو او امتیازاتو د بېرته احیاء کولو وړاندیزونه کړي دي. د جنبش ګوند او د دوستم دفتر د انجنیر احمد ایشچي د قضیې څېړلو په هدف د اساسي قانون د ۶۹مې مادې پر اساس د ولسي جرګې د دوه ثلثه رایو پر اساس د لویې جرګې د دایرولو او ځانګړې محکمې غوښتنه کوي. د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي چې ارګ بايد د جنرال دوستم قضيه د يوه عادي فرد په توګه نه، بلکې د هغه د موقف په پام کې نیولو سره چې په اساسې قانون کې واضح شوی، حل او فصل کړي. د ولسي جرګې غړي هم د دې قضیې له سیاسي کېدو اندېښنه لري او د عدلي او قضایي ارګانونو په چارو کې د بهرنیو سفارتونو مداخله غندي.

عبدالرشيد دوستم داسې مهال له حکومت ضد ايتلاف نه د راوتلو په اړه د حکومت وړانديز ردوي چې حکومت هڅه کوي له هرې ممکنه لارې په ترکيه کې رامنځته شوی مثلث مات کړي، خو ویل کېږي له ترکيې نه د نوي ايتلاف د غړيو تر راستنېدو وروسته به دغه ايتلاف په کابل کې هم په رسمي توګه اعلان شي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *