شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / د ټرمپ مالي ملاتړي ځان وژلى

د ټرمپ مالي ملاتړي ځان وژلى

پيټر سمېت تر هغې وروسته ځان وژلی چې د هيلري کلينټن د ټاکنيز کمپاين د برېښناليکونو په غلا کولو کې یې له روسي هککرانو سره د اړيکو درلودلو پړه ومنله

واشنګټن – د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستر مالي ملاتړي پيټر سمېت ځان وژنه کړې ده. پيټر سمېت د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له ټرمپ سره د ميليونونو ډالرو مالي مرسته کړې وه او تر هغې وروسته يې ځان وژلی چې له والسټريټ ژورنال ورځپاڼې سره په خبرو کې يې د هيلري کلينټن د ټاکنيز کمپاين د برېښناليکونو په غلا کولو کې له روسي هککرانو سره د اړيکو درلودلو پړه ومنله. انډيپنډينټ ورځپاڼه وايي، سمېت تر دغې مرکې لس ورځې وروسته مړ موندل شوی دی. ده والسټريټ ژورنال ته ويلي و چې له روسي هککرانو سره يې اړيکې درلودې، خو دا اړيکې يې د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين په چوکاټ کې نه وې، بلکې د امريکا د ملي امنيت له ګوښه شوي سلاکار مايکل فلين سره يې همکاري کوله. د پيټر سمېت د مړينې خبر داسې مهال خپرېږي چې له يوه روسي وکيل سره د ټرمپ د زوی ليدو کتو وار له مخه په امريکا کې ډېر حساسيتونه را پارولي دي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *