شنبه , جولای 22 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د وضعيت د سمون جدي اړتيا ده

د وضعيت د سمون جدي اړتيا ده

امريكا په انقرې كې د درېيو ډلو ائتلاف ته په يو ډول منفي پيغام وركړ، د تېرې سه شنبې په ورځ يې په كابل كې سفير رسنيو ته وويل چې د دوستم او ايشچي دوسيه جدي ده بايد تعقيب شي. پر دې سربېره د امريكا د سفارت سرپرست وروسته د ائتلاف له بل غړي محمد محقق سره وليدل، د دوى د ليدنې تصويرونو له ورايه ښودله چې يو لورى هم په ښه موډ كې نه دى. دا به پر ځاى پرېږدو چې زموږ په كورنيو چارو كې د يوه سفارت دومره سپكه او بربنډه لاسوهنه يوه باوقاره ولس ته څومره ستره غميزه ده.

په هر صورت درې ګونى ائتلاف په داسې دريځ كې هېڅكله نه دى چې له حكومت سره په مخالفت كې د امريكا مخالفت ته زړه ښه كړي. معنا دا چې د حكومت اندېښنه به له دې ائتلافه يو څه كمه شوې وي، د ائتلاف هغه اصلي موخه هم ملي نه بلكې ځاني امتياز او ونډه ده چې په ولس كې يې وزن راټيټوي.

خو وړمه ورځ چې  د هېواد د جنوب لوېديزې حوزې قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړيو، چارواكيو او امنيتي مسوولينو د حكومت پر بې كفايتۍ او د ځينو كړيو پر ناوړه موخو اعتراضونه وكړل، دوه ټكي يې ډېر روښانه كړل:

لومړى دا چې اوسنى حكومت په ريښتينې معنا ډېر له ولس نه لرې شوى او د څو ګوتو په شمار څېرو په انحصار كې دى، اصلاح او سمون ته جدي اړتيا ده او دا د يوه دوو او يا لسو او شلو تنو په لرې كولو او يا راوستلو پورې تړلې ستونزه نه ده، ډېره جدي ده، حكومت له بنسټه بايد اصلاح شي او كه اصلاح نشي له خپل ولس سره به هم لاس او ګرېوان وي او د واك او امتياز له روږدو شويو مافيايي كړيو سره هم.

دوهم ټكى چې د جنوب لوېديزې حوزې مشرانو په خپل اعتراض كې ډېر روښانه كړ هغه دا چې د حكومت اوسنى ستونزه د افرادو ده. د غني، عبدالله او نورو هغو څېرو ده چې په واك كې شامل دي، د كوم قوم نه ده چې ځينې معتصبې څېرې يې ادعا كوي، دغه اوسني په واك كې شامل لوري د كوم قوم خدمتګاران هم نه دي، هغه لوري چې د كوم قوم د محروميت په ادعا له حكومت سره اختلاف كوي هغوى هم متاسفانه اصلاً د قوم له آدرسه د خپلو شخصي او ذاتي ګټو په لټه كې دي.

تاسو د تېرو څو لسيزو په اوږدو كې د مطرح شويو قومي ټيكه دارانو شخصي ژوند، كورنۍ او نږدې دوستانو ته وګورئ، بيا يې د اړوند قوم له عامو وګړيو سره ژوند پرتله كړئ پخپله به دا روښانه شي چې زموږ پر مظلوم ولس څه ډول خاين پاړكى مسلط شوى او په كوم ډول د خپلو ګټو لپاره د قوم، سمت او يا داعيې په نامه له ولس نه قرباني اخلي.

په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې ولس بايد د روان وضعيت د سمون لپاره راپاڅي له خپلو عنعنوي لارو دې د ټول ولس د خير او مصلحت لپاره يوه پرېكړه وكړي، د دې حالت دوام د امريكا په ملاتړ هم ناشونى دى، كه وي هم هېڅكله د هېواد په خير نه دى.

دا وګورئ

آيا څو مرده باد او زنده باد نارې د ستونزو حل دى؟

په دې كې شك نشته چې دوه ټكي حكومت ته د تبليغاتي كمپاين لپاره ښه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *