شنبه , جولای 22 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / يو ريښتينى قضاوت كه د امتياز پر سرچنې

يو ريښتينى قضاوت كه د امتياز پر سرچنې

ف، فايض

څو مياشتې وشوې چې د جوزجان يوه پخواني والي او قومي مشر احمد ايشچي ادعا وكړه چې د ولسمشرۍ لومړي مرستيال جنرال دوستم، هغه وهلى، ډبولى، بندي كړى او ان چې جنسي تيرى يې پرې كړى. هغه دا ادعا په وار وار له رسنيو سره په مركه كې تكرار كړه. دا ادعا كه له يوې خوا دوستم ته د شرم او خجلت ځاى و له بلې خوا د دولت هم پرې سترګې ډېرې كوزې شوې؛ ځكه په دې سره خو د ولسمشر درك او تشخيص هم تر پوښتنې لاندې راغى؛ هغه چا ته چې يوې انګليسي ادارې د نړۍ د دوهم متفكر نوم وركړ، اخر يې درك او تشخيص دا و چې يو ان پړ (نالوستى) په قتلونو او اخلاقي كمزوريو تورن كس يې راوست او خپل لومړى مرستيال يې كړ؟ كه ولسمشر مري يا پر يوه اوږده ناروغۍ اخته كېږي چې صعب العلاجه يا لا علاجه وي؛ خو د قانون له مخې به لومړى مرستيال د هغه ځاى ناستى كېږي؛ نو دې دويمه درجه متفكر د هېواد د دواك واګې په دغسې يو چا پيرزو كولې؟

په هر حال د دوستم قضيه لويې څارنوالۍ ته محول شوه، دوستم پر كور كښېناست او لومړۍ مېرمنې (د ولسمشر مېرمنې) خو لا دا وويل چې هغه په خپل كور كې نظر بند دى. دوستم يوڅه سمبوليك اكټونه وكړل، يو ځل په  خپل سر د خپل كار دفتر ته ولاړ، بيا يې يو څه قومي مشران راوغوښتل او هغوى ته يې يو څه څرګندونې وكړې. په مقابل كې يې حكومت هم د ګارنيزيون قوماندانۍ ته وويل چې د دوستم كور پر خواوشا يو سمبوليك حركت وكړي، دا په حقيقت كې دوستم ته يو ډول اخطار و چې كه لږ دې نور بېځايه حركت وكړ، نو درته به ښه نه وي؛ خو نتيجه دا شوه چې دوستم تركيې ته ولاړ. د هغه د تګ په باب ډول ډول څرګندونې وشوې او ولسمشر خو وايي چې هغه د لوى څارنوال په اجازه تركيې ته تللى، د هغه د تګ لامل درملنه ښودل كېږي، خو هغه له جسمي نه؛ ښايي له رواني پلوه ناروغ وي، ځكه كه رواني ناروغ نه واى نو د ولسمشر له يوه مرستيال سره همدغسې يو حركت په كار و چې ده له ايشچي سره وكړ؟ په موږ هغه ټوكه ده چې: نرمې ګڼې چې كال ته له سږ نه بتر واوسم

اوس د دوستم – ايشچي دوسيه له لويې څارنوالۍ نه سترې محكمې ته ولاړه او د چنګاښ پر يوويشتمه (۱۳۹۶) يې په باب د سترې محكمې لومړۍ ناسته بې نتيجې پاى ته ورسېده علت يې دا و چې نه دوستم حاضر و نه يې كوم نماينده يا وكيل، نو موضوع راتلونكې ناستې ته موكول شوه.

د دوستم د جنبش وياند ته ينج وايي چې موږ ځكه د محكمې ناستې ته نه حاضرېږو چې دا موضوع يې سياسي كړه، ښايي د هغه خبره هم ډېره بېځايه نه وي؛ خو زه فكر كوم چې دواړه لوري غواړي له دې موضوع نه سياسي ګټه واخلي.

په دې وروستيو كې د بلخ والي عطا محمد نور، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محقق په تركيه كې د دوستم په كور كې ناسته وكړه او پر يوه ائتلاف د توافق اعلان يې وكړ چې رسمي اعلان به يې د هېواد، دننه كوي. كه څه هم افغان حكومت دا موضوع ډېره جدي ونه ښوده خو ښايي په زړه كې به يې خامخا اندېښنه لرله. زما په اند د ولسمشر لپاره لويه مساله راتلونكې انتخابات دي، ځكه په پښتنو كې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد كرزي او د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حكمتيار په څېر ځواكمن حريفان په څنګ كې لري، كه څه هم ښاغلي حكمتيار خو تراوسه پورې په ځينو مهمو قضاياو كې د ولسمشر پلوي كړې، خو دا معلومه نه ده چې تر انتخاباتو پورې حالات پر كومه خوا درومي او ايا ښاغلى حكمتيار به د غني د بيا نوماندۍ نه ملاتړ وكړي او كه نه او دغسې د حزب اسلامي محتلفې ډلې هم لا يوه وروستي توافق ته نه دي رسېدلي. كه چېرې د حزب د مختلفو ډلو ترمنځ يو اصولي وحدت رامنځته شي خو دا يو ښه شګون دى او احياناً كه چېرې سره توافق ته ونه رسېږي؛ نو دا معلومه نه ده چې نور لوري به په انتخاباتو كې د چا ملاتړ كوي. دغسې دا لا معلومه نه ده چې پخوانى ولسمشر به څه كوي، خپله به نوماند وي او كه نه له بل چا نه به ملاتړ كوي، تراوسه خو چې معلومه ده پخوانى ولسمشر د غني له ډېرو سياستونو او اجراآتو نه راضي نه ښكاري او حزب اسلامي به هم د يوه داسې حزب په توګه چې په دې هېواد كې يې نيمه پېړۍ مبارزه كړې خامخا هڅه كوي چې تېر ته په كتو دا ځل يو كوټلى ګام واخلي.

په غير پښتنو كې هم د غني ټوله پانګونه پر دې ده چې ښاغلي عطا نور راضي كړي، د حزب وحدت يوه څانګه خو يې څه نا څه راضي كړه، ځكه كريم خليلي يې د سولې د عالي شورا مشر كړ، سرور دانش دوهم مرستيال دى دغسې يې د كورنيو چارو ارشد امنيتي معينيت مراد علي مراد ته وركړ؛ خو د حزب وحدت هم هغه د چونګښو تول شو، يوه څانګه يې په ترازو كې واچوله هغې بلې ترېنه ټوپ كړ، سره له دې چې هغه د ډاكټر عبدا… په ائتلاف كې شامله ده. له همدې لامله اوس داسې ښكاري چې حكومت هڅه كوي په تركيه كې د رامنځته شوي ائتلاف ترمنځ اختلاف رامنځته كړي چې د دوستم د پخلا كولو لپاره يې د امنيت رئيس معصوم ستانكزى تركيې ته واستاوه چې د رسنيو په قول، هغه د ايشچي د دوسيې د نغاړلو شرط اېښى دى، خو له بلې خوا په كابل كې د امريكا سفارت او د اروپايي اتحاديې استازي په دې اړه ډېر ټينګ دريځ ونيو، چې بايد په دې اړه دقيقه څېړنه وشي، نو اوس ولسمشر هم په دوو لومو كې نښتى، معلوم شي چې هغه د يوه ريښتيني قضاوت پلوي كولاى شي او كه د كوم سياسي جوړجاړي لمنه نيسي.

دا وګورئ

وسله وال مخالفين او د كورنيو عوايدو سرچينې

ف، فايض كله چې په ۱۹۹۴ كې د طالبانو په نامه كوم حركت سر را ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *