شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د ډیورند تپلې کرښه؛ د نړیوالې تو‌طیې د دوام لپاره یوه ښه پلمه

د ډیورند تپلې کرښه؛ د نړیوالې تو‌طیې د دوام لپاره یوه ښه پلمه

م، شفیقي

په ۲۰۰۴ ز كال كې جنرال مشرف د پاكستاني سفيرانو يوه لويه غونډه راوبلله، په دې غونډه كې نوموړي په خپله وينا كې وويل چې د امريكا له ولسمشر جورج ډبليو بوش سره توافق ته رسېدلى چې په دې سيمه كې د شر سرچينه پښتانه دي، پرېكړه مو پر دې ده چې موږ به يې د ډيورنډ دې لوري او امريكا به يې هغه لوري ته ځپي. ده ته د وينا پر مهال دا يادښت وړاندې شو چې په سفيرانو كې پښتانه هم شته، په دومره صراحت دغه خبره زيان لري، جنرال مشرف وروسته وويل چې د دې غونډې ويناوې او نظريات محرم دي، افشا كول يې ملي خيانت دى، خو د نوموړي دغه دښمنانه خبرې د يوه پښتانه ډيپلوماټ (اياز وزير) لخوا د حامد كرزي حكومت ته ورسول شوې.

پاكستان له ۲۰۰۱ ز څخه را وروسته په نوې لوبه كې په ډېر مهارت ولوبېد. له يوه پلوه يې له امريكا سره ګډې پروژې پر مخ وړې، په ميلياردونو ډالر يې د ترهګرۍ خلاف مبارزې په نوم له امريكا نه واخيستل، خو عملاً يې په افغانستان كې د جګړې د دوام لپاره جنګيالي پالل.

په افغانستان كې د وروستۍ يوې نيمې لسيزې جګړې د قوماندې، راټولېدو او تمويل مركزونه تر ډيورنډ پورې غاړه وزيرستان، چترال او آن د ايران تر بريدونو پورې د ډيورنډ د كرښې په اوږدو كې پرتې سيمې وې، خو د طالبانو او القاعده د مشرتابه لپاره كراچۍ، لاهور، اسلام آباد، پېښور او كوټه خوندي ځايونه وو. پخواني ولسمشر حامد كرزي تر ډېره د پاكستان لوبه درك كړې وه، دا چې د يوه پلان له مخې له افغانستان سره په پوله سيمې د طالب او داعش جنګياليو په مركزونو بدلې وې، اسلام آباد تر اتيا زره زيات پوځ همدغو قبايلي سيمو ته راوست له امريكا او نړيوالې ټولنې يې هم په همدې نوم امتياز اخيست چې ګواكې دوى د ترهګرۍ خلاف مبارزه كوي، د پردې تر شا اصلي پلان له امريكا سره په توافق همدغه و چې د ډيورنډ دواړو لوريو ته پروت ولس وځپي.

په تېرو ۱۷ كلونو كې د ډيورنډ دواړو لوريو ته په سلګونو تنه مشران، مخور، د نفوذ خاوندان او علما ووژل شول، ځينې د پاكستان د پوځ لخوا، ځينې د امريكايي پوځ په چاپو يا ډرون بريدونو كې، ځينې يې د جاسوس په نوم د طالبانو له لوري، غرض دا چې تر ممكن حده هڅه وشوه چې په دې پراخه اوږده سيمه كې داسې د سر سړى پاتې نشي چې دغه ولس پرې راټول او د يوې پرېكړې جوګه شي.

د پاكستان له پوځي ديكتاتور (مشرف) سره امريكا په دې برخه كې بشپړ توافق درلود، دوى پر افغان لوري فشار راوړ چې، د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې د افغانستان، پاكستان او نړيوالې ټولنې درې اړخيزې رسمي ناستې پيل شوې، په دې ناستو كې اصلي موخه دا وه چې ډيورنډ فرضي كرښه د رسمي بريد په توګه پر افغان ولس ومنل شي. د كرښې په اوږدو كې د ګډو عملياتو او نورو يو لړ اقداماتو لپاره داسې ميكانيزم جوړېده چې د افغان لوري له منلو سره په يو ډول د ډيورنډ كرښې د رسمي سرحد حيثيت ثابتېده. پخوانى ولسمشر چې په دې برخه كې حساس شوى و دې ته حاضر نه شو چې داسې كوم سند لاسليك كړي او داسې كومه طرحه ومني چې سبا ته پاكستان پرې استدلال وكړي، همدغسې كرزى په دې اند دى چې د ترهګرۍ جګړې په پلمه د ډيورنډ دواړو لوريو ته روانه جګړه اصلاً د يوه ولس د وژلو په معنا ده، د دې پر ځاى بايد د پاكستان دننه هغه مركزونه له منځه لاړ شي چې په افغانستان كې جګړه رهبري كوي.

له بده مرغه (د ۲۰۱۴ د سپټمبر په ۲۹مه د دوشنبې په ورځ) د اشرف غني د حكومت له راتلو سره د كابل او اسلام آباد ترمنځ د تودې انډيوالۍ يو نوى پړاو پيل شو. ولسمشر غني (د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۴مه د جمعې په ورځ) اسلام  آباد ته لومړنى دوه ورځنى سفر وكړ، د ډيپلوماټيك عرف خلاف د پاكستان د پوځي قوماندانۍ مركز ته لاړ، له پاكستان سره يې د تودې دوستۍ يو نوى پړاو پيل كړ، په اسلام آباد كې په دوهمه ورځ نوموړي له رسنيو سره په خبرو كې يوه تاريخي خبره وكړه وې ويل: (له پاكستان سره مې د ۱۳ كلونو ستونزې په ۱۳ ساعتونو كې حل كړې!) په راوروسته ورځو كې خبره تر دې ورسېده چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ امنيتي تفاهم ليك لاسليك شو. د دغه تړون له مخې آى اس آى په كابل كې ۹ ځله له بنديانو تحقيقات وكړل، د كابل او اسلام آباد ترمنځ راشه درشه ډېره توده روانه وه خو نه په افغانستان كې جګړه كمه شوه او نه د سولې په لار كې كوم اغېزمن ګام اوچت شو.

د افغانستان او پاكستان ترمنځ (اس او پي) سند لاسليك شو چې پخواني حكومت د داسې سند له لاسليك څخه تر پايه ډډه كړې وه.

په دغو دواړو تړونونو كې پاكستان ته يو طرفه امتيازات وركړل شول چې بدې پايلې يې درلودې.

(د سندونو بېلګې)…

په تېرو درېيو كلونو كې په افغانستان كې جګړې او درانه بريدونه د وخت په تېرېدو زيات شول چې پړه يې وخت ناوخت د افغان چارواكيو له لوري د پاكستان پر استخباراتي اداره (آى اس آى) وراچول شوې ده.

له دې سره د كابل او اسلام آباد اړيكې بېرته خرابې شوې خو د امنيتي تفاهم ليك او اس او پي تړونونه په دومره موده كې د افغان چارواكيو له لوري رسماً لغوه اعلان نه شول. معنا دا چې دغه تړونونه پر ځاى پاتې دي او پاكستان له افغان لوري څخه يو طرفه امتياز وړي.

په تېره يوه نيمه لسيزه كې چې د نړيوالې ټولنې تر سيوري لاندې په افغانستان كې نوې اداره جوړه ده پاكستان لاندې برلاسۍ ترلاسه كړې دي:

۱- قبايل يې وځپل، تر ۲۰۱۴ ز پورې له باجوړه تر تفتان پورې پاكستاني پوځ له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم په سلګونو قومي مشران ووژل او د قبايلو روحيه يې ورماته كړه، پوځي چوڼۍ يې جوړې كړې او د قبايلو خپلواك حيثيت يې چې د ډيورنډ د تړون له مخې يې يو ځانګړى خپلواك حيثيت درلود ورختم كړ.

۲- له ۲۰۱۴ راهيسې په پاكستان كې دا هڅې پيل شوې چې قبايلي سيمې له خيبر پښتونخوا ايالت سره مدغمې شي او يا د ځانګړي ولايت په بڼه د پاكستان د خاورې برخه اعلان شي.

له ۲۰۰۱ څخه وروسته پاكستان د ډيورنډ له صفري نقطو څخه په ډېرو برخو كې دې لوري ته تېرى كړى چې په كونړ، د ننګرهار ګوشته او تورخم او د پكتيكا په انګور اډه كې څو ځلې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ نښتې شوې، وروستۍ يې (د ۲۰۱۷ كال د مې مياشتې په پنځمه نېټه) په سپين بولدك كې وه دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو پاكستان تراوسه په هېڅ ځاى كې هم بېرته شاتګ نه دى كړى، افغان حكومت يا د اس او پي له مخې چوپه خوله پاتې دى او يا د نړيوالې ټولنې لخوا ورته ويل شوي چې چوپ اوسي.

۳- د تورخم دروازه د ۱۳۹۵ كال په زمري مياشت كېجوړه شوهچې (باب پاكستان) پرې وليكل شول او افغان لوري ځان تېر كړ. اوس هر سهار له هند سره د واګه د بندر په څېر د پاكستاني ځواكونو لخوا سلامي وړاندې كېږي.

۴- د نړيوالې ټولنې دوه مخي او له پاكستان سره درېدل يې له دې ښه ثابتېږي چې كله د ۲۰۱۴ تر پايه د ډيورنډ كرښې په اوږدو كې امريكايي ځواكونو خپلې پوستې او مركزونه پرېښودل ټولې حاكمې پوستې او سرونه يې د افغان ځواكونو پر ځاى پاكستان ته پرېښودل. د افغان ځواكونو نه اكمال او نه وسله وال كول هم په ۲۰۰۱ ز كال كې د امريكا او پاكستان ترمنځ د يوه جوړجاړي پايله ده، پاكستان پر امريكا دا منلې ده چې افغان ځواكونه به په پرمختللو وسلو او هوايي ځواكونو نه سنبالېږي.

۵- پاكستان د ۲۰۱۵ له پيله ادعا كوي چې د ترهګرۍ مركزونه يې ځپلي دي، له بده مرغه ولسمشر غني همدغه مهال دغه اعلان كړى چې ګواكې له وزيرستان څخه د ترهګرو ډلو مركزونه افغانستان ته لېږدېدلي دي. په داسې حال كې چې په افغانستان كې د روانو جګړو د قوماندې او مشرتابه مركزونه او مشران اوس هم په پاكستان كې دي.

۶- پاكستان د غني له حكومت سره د يو لړ توافقاتو له مخې په افغان خاوره كې دننه پوځي عمليات ترسره كړي دي.

طبيعي ده چې ظاهري شعار د ترهګرۍ خلاف جګړه ده، خو اصلي موخه دا ده چې پاكستان خپل مخالفين له منځه وړي دي. دا هغه څه دي چې رسنيو ته يې درز كړى دى، معلومه نه ده چې پټ پاتې حقايق به تر دې څو چنده زيات او خطرناك وي.

دوام لري

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *