شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / نوي ائتلاف ته دوهم پيغام!

نوي ائتلاف ته دوهم پيغام!

پرون په كابل كې د امريكا سرپرست سفير هوګو لارنس د يو شمېر رسنيو خبريالانو ته ويلي چې پر جنرال دوستم د احمد ايشچي د تورونو سپيناوي ضروري دى او دا جدي ستونزه ده چې بايد حل شي.

په داسې حال كې چې تېره اونۍ د ملي امنيت رئيس ستانكزى تركيې ته تللى ؤ او له جنرال دوستم سره يې دغه خبره مطرح كړې وه چې له نوي ائتلافه ووزي دوى به د ايشچي دوسيه حل كړي او دوستم به خپلې دندې ته راستون شي. خو دوستم له نوي ائتلافه وتلو ته نه دى چمتو شوى.

پر دې سربېره د انقرې د نوي ائتلاف يوه بل غړي محمد محقق هم وړمه ورځ په خپل خبري كنفرانس كې يو ځل بيا هغه خبرې تكرار كړې چې د دې ائتلاف غړيو په تېرو ورځو كې هم كړې وې.

سره له دې چې اصلاً دغه ائتلاف د شخصي امتيازاتو او ونډې غوښتنې كوي، اساسي خبره يې همدغه ده چې ګواكې د دوى واك او امتياز محدود شوى دى، خو د هېواد روانې بد امنۍ د حكومت ناتوانۍ او بې كفايتۍ او له ولس سره په ټوله كې د نظام او چارواكيو واټن د دې سبب شوى چې نوى ائتلاف هم حكومت ته يو جدي ګواښ شي او هم يې نړيوالو ملاتړو ته، په ورته وخت كې چې ولسمشر خبري كنفرانس وركوي، په يو ډول د هلمند د اوبو مساله داسې مطرح كوي چې په ولس كې عام ذهنيت پر خپل لوري ورواړوي، له دې سره جوخت د امريكا سفارت هم د احمد ايشچي دعوه جدي ګڼي اصلاً دا له ورايه ښيي چې خبره د حكومت د ننه د كمزورۍ او ناتوانۍ ده، امريكا غواړي د نوي ائتلاف لوري چې په هر صورت هغوى هم په وړوكو او لويو مسايلو كې د امريكايي چارواكيو تنديو ته ګوري، وويروي او يو پيغام ور ورسوي.

ډېره واضح ده چې تركيې ته د ستانكزي سفر او دوستم ته له ائتلافه د وتلو او د احمد ايشچي د دوسيې د حل خبره د امريكايانو له مشورې پرته نه وه، چې هغو كار ورنه كړ، نو دا دوهم پيغام دى چې نوي ائتلاف ته وركړ شو.

په هر صورت هغه د متل په مصداق كوږ بار تر منزله نه رسېږي. د اوسني حكومت بنسټ غلط او له اصولو او اساسي قانون څخه په سرغړونه جوړ شوى دى، دا به هېڅكله هم په طبيعي ډول ولس ته د خير كار ونه كړاى شي، د تېرو درې كلونو په څېر به يې پاتې موده هم هره شېبه د رالوېدو له وېرې سره مل وي، هره شېبه به يې د يوه اړخ د ناخوښۍ او احتجاج سره وي، ځكه چې د ملي ګټو او اصولو پر ځاى چې د ډلو او افرادو د ټيټو ګټو او ونډو پر بنسټ كوم شى جوړېږي د شخړو، ناندريو، يو د بل پر خلاف د اعتراضونو او مخالفتونو بهير يې طبيعي برخليك دى.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *