دوشنبه , سپتمبر 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا د سولې له عالي شورا د سولې راوستلو تمه كېداى شي؟

آيا د سولې له عالي شورا د سولې راوستلو تمه كېداى شي؟

پرون د سولې عالي شورا نوي رئيس د دې شورا په عمومي غونډه كې خبرې وكړې، همدغسې د دې شورا منشي او د ولسمشر سلاكار اكرم خپلواك هم د سولې لپاره د يوې نوې ستراتېژۍ خبره وكړه چې ګواكې په پلي كېدو به يې د سولې په راتلو كې مرسته وشي.

خو د سولې شورا له اتو كلونو راهيسې له پيله تراوسه وخت پر وخت ولس ته د سولې په باب شنه باغونه ورښودلي دي، د مشرتابه له بدلون او په ځينو ځانګړيو غونډه كې يې ډېرې سترې ژمنې ولس ته وركړې، چې متاسفانه تر ډېره حده نه دي ترسره شوې.

دا بايد ومنو چې د سولې په عالي شورا كې ډېر درانه شخصيتونه هم وو او شته، د دوى هيله او اراده هم دا ده چې له هېواده روانې بدمرغۍ لرې او سوله راشي، خو سوله په هيلو او د افرادو په اراده نشي راتلاى، ځكه خو د سولې عالي شورا د سولې په برخه كې د ولس هيلې پوره نكړاى شوې، دغه هيلې به په راتلونكې كې هم پوره نكړاى شي، ځكه چې د سولې عالي شورا د جوړېدو له ورځې د يوه سمبوليك ارګان په توګه پاتې شوه، هغو لوريو چې په افغانستان كې د جګړې د دوام اصلي لامل دي له دې شورا سره همكاري ونه كړه.

واقعيت دا دى چې سوله زموږ د ولس لومړنى اړتيا او تر ټولو ستر ملي ارمان دى او دا هم يو تريخ واقعيت دى چې څومره وخت تېرېږي دغه ستر ارمان ته د رسېدلو په لاره كې ستونزې زياتېږي، د دې يو لامل دا دى چې موږ تر اوسه پورې د جګړې د دوام پر لاملونو پخپله مسوولانه فكر نه دى كړى، هر څه نورو راته تعريف كړي او موږ پرې باور كړى دى.

پخواني ولسمشر حامد كرزي د خپلو څو كلنو تجربو له مخې د سولې لپاره دا تعريف درلود چې كيلي يې د امريكا او پاكستان په لاس كې ده.

ډاكتر غني له واك ته رسېدو سره سم لومړى د طالبانو پر ځاى له پاكستان سره د سولې شعار اوچت كړ، همدغه خبره يې درې كاله وروسته څو ورځې وړاندې بيا تكرار كړه.

خو دا نن چې د سولې عالي شورا لويه غونډه وه او دوى د سولې لپاره د نوي ستراتېژۍ زيري وركول په رسنيو كې د يوه پخواني بريتانيايي د خاصو ځواكونو پوځي دغه خبره هم خپره شوه چې:

«موږ به ډېر وخت ولسي خلك وژل او وسلې به مو تر څنګ ورته پرېښودې، ادعا به مو كوله چې دا طالبان دي!» كه د بهرنيانو د بګرام د تور او سپين زندان، د شپې چاپو، د ډله ييزو وژنو، ړندو بمباريو له بهيره تېر شو آيا يوازې همدغه يو اعتراف دا نه ثابتوي چې په افغانستان كې روانه جګړه د لويو ځواكونو د ګټو جګړه ده. موږ افغانان دواړو لوريو ته له بده مرغه داسې پكې ښكېل شوي يو چې د راوتلو لاره او ګودر رانه ورك دى، د بريتانوي پوځي دغه اعتراف ښيي چې افغانان هم مجبور شوي چې د جګړې لاره غوره كړي او هم په دې مجبور دي چې دوام وركړي. اوس كه د سولې كيلي د امريكا، پاكستان او نورو بهرنيانو په لاس كې ونه بولو، يوازې په هغه صورت كې له دې بدمرغۍ راوتلاى شو چې ټول افغانان چې په هر لوري كې وي پر دې قانع او باوري شي چې دا زموږ جګړه نه ده، ولې يو د بل په لاس خپلې وينې پكې وبهوو؟!

دا كار يوازې هغه مهال ممكن دى چې زموږ د ولس له برخليكه د پرديو تور سيورى لري شي او افغانان بشپړ خپلواك شي.

دا وګورئ

اوسنۍ بدمرغۍ؟ د تېر حكومت كه د جان كېري ميراث؟!

  د ولسمشرۍ د ويندويانو سرپرست شاه حسين مرتضوي پرون د سيګار هغه راپور تائيد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *