دوشنبه , سپتمبر 25 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ولسي جرګې غړي: ارګ ته پر غځېدلو لارو امنیتي موانع او کانټینرونه لا هم پر خپل ځای دي

د ولسي جرګې غړي: ارګ ته پر غځېدلو لارو امنیتي موانع او کانټینرونه لا هم پر خپل ځای دي

حکومتي مسوولین د خلکو د امنیت پر ځای تر ډېره د ځان پر امنیت بوخت دي

ویل کېږي حکومت پلان لري چې د امنیتي ګواښونو د ارزونې له مخې ګرین زون یا شین کمربند تر پل محمود خان او د وزیر اکبر خان تر پنځلسم سړک او شاوخوا نورو سیمو وغځوي

کابل – پلازمېنه کابل د ممکنه امنیتي ګواښونو له امله ورو ورو خپله څېره بدلوي او دا مهال د ښار ډېرې برخې بندې دي او د ارګ په ګډون ډېری مهمې دولتي ادارې په کانټینرونو او سمنټي دېوالونو ساتل کېږي.

دا مهمې دولتي ادارې په ځانګړي ډول د ارګ څلور خواوې، اجرائیه ریاست او بهرني سفارتونه په شدت سره په کانټینرونو او سمنټي دېوالونو احاطه شوي دي.

د ولسي جرګې غړی چمن شاه اعتمادي وایي، شېرپور څلور لارې چې د معترضینو خېمې بنده کړې، له همدې ځایه تر زنبق څلور لارې پورې چې له ارګ سره وصل کېږي، د حکومت له خوا کانټینرونه ایښودل شوي دي.

خو وېره دا ده ارګ به چې د یوې مشخصې ساحې پر امنیت یې تمرکز کړی، د ګرین زون یا شنې سیمې دایره پراخه کړي.

ویل کېږي یوه ځانګړې کمېټه د کابل ښار د امنیتي خطراتو د ارزولو په هدف کار کوي چې پر اساس به یې ځینې موانع لرې کېږي او یا به د ګرین زون اوسنۍ ساحه له شش درک نه تر پل محمود خان او د بهرنیو چارو وزارت او ملک اصغر له څلور لارې نه د وزیر اکبر خان تر پنځلسم سړک پورې چې اوس یې پر وړاندې کانټینرونه ایښودل شوي، پراخېږي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد سلجوقي د حکومت پر دې کار نیوکه کوي او وایي، حکومتي مسوولین د خلکو د امنیت پر ځای، خپل امنیت په دېوالونو او کانټینرونو نیسي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، په کابل کې د امنیتي ګواښونو د ارزونې په هدف یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې چې د هغې د ارزونو په نتیجه کې به د موانعو او کانټینرونو، یا بندو لارو د څرنګتیا په اړه تصمیم نیول کېږي.

د ګرین زون یا تر شدید امنیتي نظارت لاندې سیمې د وسعت په اړه دغه راپورونه داسې مهال دي چې د کابل ښاریان د کانټینرونو او سمنټي دېوالونو له امله د لارو له بندوال شکایت کوي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

دا وګورئ

د کندز خلک:   د نا مسوولو وسله والو له ځورونو تر پوزې راغلي یو

  دغه غير مسوول وسله وال خلک وژني، غلاوې کوي، د مکتب نجونې ځوروي، اختطاف ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *