چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / مشرانو جرګه: امریکا دې وسله والو مخالفینو ته د ناپېژاندو الوتکو ښکته کېدو په اړه وضاحت ورکړي

مشرانو جرګه: امریکا دې وسله والو مخالفینو ته د ناپېژاندو الوتکو ښکته کېدو په اړه وضاحت ورکړي

بهرنۍ الوتکې د امریکا له اجازې پرته په افغانستان کې الوتنې نه شي کولای، د هېواد فضا او هوایي حریم د دوی په لاس کې دی

حکومت باید له امریکا څخه غوښتنه وکړي چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل سیاست روښانه کړي، ځکه د دې حالت دوام به نه جبرانېدونکې پایلې ولري

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر اساس متحده ایالات مکلف دي چې د افغانستان پر خاوره د بهرني تېري پر مهال خپل مکلفیت ادا کړي

کابل – د هېواد په یو شمېر شمالي او جنوبي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د مشکوکو هلیکوپټرو ناستې په افغانستان کې د امریکا پر چوپتیا د خلکو شکونه زیات کړي دي.

له سرپل وروسته تازه په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو ادعا کړې چې ګنې درې ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ناپېژندل شوې الوتکې ښکته شوې دي.

خو د دې چارې په مقابل کې د ملي یووالي حکومت او بهرنیانو چوپیتا د خلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کړې دي.

د مشرانو جرګې غړي موسی اڅکزی او فوزیه سادات وایي، د افغانستان هوایي حریم د امریکا په واک کې دی او د دغه راز مشکوکو الوتکو ناستې د دوی له خبرتیا پرته ناشونې دي.

دوی زیاتوي، د ملي یووالي حکومت باید له امریکا څخه غوښتنه وکړي چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل سیاست روښانه کړي، ځکه په باور یې د دې حالت دوام به نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او مرستیال یې محمد علم ایزدیار وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر اساس متحده ایالات مکلف دي چې د افغانستان پر خاوره د بهرني تېري پر مهال خپل مکلفیت ادا کړي.

که څه هم په تېر وخت کې د دغه راز مشکوکو الوتکو ناستو ته له روسیې سره تړاو ورکول کېده، خو تېره اونۍ په کابل کې د روسیې سفارت دغه موضوع په کلکه رد کړه.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *