شنبه , جولای 22 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / امریکايي نشنل انټرسټ خپرونه: پاکستان د تروریزم ملاتړ کوي، باید جدي چلند ورسره وشي

امریکايي نشنل انټرسټ خپرونه: پاکستان د تروریزم ملاتړ کوي، باید جدي چلند ورسره وشي

د افغانستان اکثره ستونزې؛ که امنیتي دي یا اقتصادي او سیاسي، د پاکستان له کبله دي

موږ کولی شو د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوو چې د تروریستانو ملاتړ کوي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر مرکزونو حمله هم کولی شو(جمهوري غوښتونکي)

واشنګټن – امریکايي خپرونې نشنل انټرسټ له تروریزم سره د ملاتړ په خاطر پر پاکستان د فشار د زیاتولو غوښتنه وکړه.

نشنل انټرسټ وايي، د امریکا د جمهوریپال او ډیموکراټ ګوند اکثره مشران په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو د موجودیت په خاطر د دغه هېواد په مقابل کې د متحدو ایالتونو د سخت دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي. دا خپرونه زیاتوي، د افغانستان اکثره ستونزې؛ که امنیتي دي یا اقتصادي او سیاسي، د پاکستان له کبله دي. نشنل انټرسټ پاکستان په افغانستان کې د سولې خنډ هم بللی دی.

نشریه زیاتوي، امریکا پاکستان ته مرستې لږې کړي او ممکن نورې یې هم لږې کړي. دغې نشریې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند له قوله لیکلي: “موږ همداراز کولی شو چې د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوو چې د تروریستانو ملاتړ کوي. پر دې سربېره موږ د پاکستان په خاوره کې د طالبانو پر مرکزونو حمله هم کولی شو.” نشنل انټرسټ په عین حال کې وايي چې که پاکستان د طالبانو ملاتړ بس کړي، کېدای شي چې د تشویق لپاره له دغه هېواد سره سوداګريز قراردادونه وشي.

نشنل انټرسټ د ولسمشر غني له لوري د حکومتي قراردادونو څېړل د درغلۍ او فساد په کمېدو کې اغېزمن بللي او ویلي یې دي چې دا کار تر یوه حد د پروژو چارې ټکنۍ کوي، خو له دې سره سره یې شفافیت ډېر کړی او فساد لږ کړی دی. خپرونې د انتخاباتو لپاره تیاري کمزورې بللې، خو ترکیې ته یې د جنرال دوستم تګ ښه ګام بللی دی. نشنل انټرسټ وايي، دا فاسد جګړه مار چې ممکن د لنډ وخت یا تل لپاره تبعید شوی وي، ښه کار شوی دی او دا هیله ورسره رامنځته کېږي چې راتلونکې به ښه وي.

نشنل انټرسټ د ولسمشر او اجرائیه رئيس ترمنځ د اختلافاتو یادونه هم کړې، خو ویلي یې دي چې له دې سره سره د افغانستان د حالاتو ښه کېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

دا وګورئ

د ډيورنډ په اوږدو كې له يوې اونۍ راهيسې؛ د امريكايي، افغان او پاكستاني ځواكونو ګډ عمليات روان دي

  امريكايي – افغان سپېشل فورس ځواكونه له دې لوري او د پاكستان پوځي ځواكونه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *