پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / تېر ۱۶ كلونه، امريكايي وحشتونه د څه لپاره وو؟

تېر ۱۶ كلونه، امريكايي وحشتونه د څه لپاره وو؟

د امريكا د پوځ لوى درستيز جنرال ډانفورډ چې په افغانستان كې يې هم د امريكايي ځواكونو د قوماندانۍ دنده ترسره كړې، تازه په تازه ويلي چې له افغانستان څخه پر لوېديز د بريد امكان دى. د ده په وينا په افغانستان كې اوس هم تر شلو پورې داسې ډلې شته چې پر لوېديز بريد كولاى شي.

كه څه هم د ډانفورډ دغه خبره د امريكايي پوځي چارواكيو د نقشې له مخې اصلاً په افغانستان كې د پوځونو زياتولو ته زمينه برابرول دي. ښايي د نوموړي د دغه خبرو اصلي موخه هم خپل ولس او پارلمان وي چې د پوځيانو له جنګي پلانونو سره مخالف ونه كړي، خو كه فرضاً دا ومنو چې په افغانستان كې په ريښتيا هم داسې ډېرې ډلې دي چې لوېديز ته ګواښ دي، بيا خو سمدستي دغه پوښتنه هم مطرح كېږي چې امريكا او ناټو په تېرو ۱۶ كلونو كې په افغانستان كې څه كول؟

دوى په دې موده كې په يوه ړنده جګړه كې تر څلورو لكو زيات افغانان ولې ووژل؟ د دې وژنو پايله څه وه، او د امريكا او ناټو د دومره اوږدې جګړې پايله ولې داسې شوه چې افغانستان لا هم  د خطرناكو جنګياليو ډلو مركز دى.

كه له ۱۶ كلونو جګړو او د هر ډول جنګي تاكتيكونو له كارولو وروسته له افغانستان نه بيا هم لوېديز ته ګواښ شته. نو د هغو مرګونو حساب كتاب خو بايد امريكا او ناټو افغانانو ته وركړي چې په دې اوږده موده كې د دوى په جګړو كې وژل شوي دي.

يو بل د پام وړ ټكى دلته دا دى چې تراوسه پورې پر لوېديز كوم بريدونه شوي دي په هغو كې د يوه افغان نوم هم په تورنو كې نشته ، تر دې چې د ۲۰۰۱ ز كال د سپتمبر د ۱۱ مې د بريد طراح خالد محمد شيخ هم په پاكستان كې نيول شوى  او بريدګر يې هم ټول غير افغانان وو.

پر دې سربېره د سيمې او نړۍ په كچه چې د ترهګرۍ په نامه كوم بريدونه شوي پل يې تر ۹۰ سلنه زيات پر پاكستان ورغلى دى. له دې واقعيتونو سره افغانستان زموږ پر كليو او كورونو ولې تور قيامتونه راكوز كړل؟ ولې دوى اصلي مركزونو ته ورنغلل؟

دا ټول هغه حقايق دي چې دا په ډاګه كوي چې امريكا د ترهګرۍ خلاف جګړې په نامه د خپلو ښكېلاكي موخو لپاره كار كوي، د پخواني ولسمشر حامد كرزي اختلاف په همدې مسايلو ؤ چې په لسګونو ځله يې په مركو كې ويلي دي. كه افغان حكومت او په پينځو كې شمار بانفوذه سياسي او قومي مشران په دې اړه ذليلانه چوپتيا ته دوام وركړي دا به يې د وطن د بربادۍ په لوبه كې د ونډې او شراكت په معنا وي، نن ۲۰۰۱ ز هم نه دى،  د سيمې هېوادونو ته د امريكا ناوړه ارادې افشا شوې دي، دوى به هېڅكله هم لاس تر زنې پاتې نشي، خبردار! د ټرمپ جنوني ټيم ته د افغانستان برخليك مه سپارئ، په دې خطرناكه لوبه كې چوپ پاتې كېدل د ملي خيانت نه لوړ بلكې د وطن پلورلو په معنا دي.

دا وګورئ

يو هېواد، دوه متضاد تصويرونه!

زموږ په رسنيو كې معمولاً د ټولنې دوه تصويرونه چې يو له بل سره متضاد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *