پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / ډيورنډ كرښه؛ پر عدالت غوښتنې ولاړ يو بحث ايا ډيورنډ كرښه لا هم يو پرانستى كتاب دى؟ په دې سره به د افغانستان او پاكستان ټول مسايل حل شي؟

ډيورنډ كرښه؛ پر عدالت غوښتنې ولاړ يو بحث ايا ډيورنډ كرښه لا هم يو پرانستى كتاب دى؟ په دې سره به د افغانستان او پاكستان ټول مسايل حل شي؟

ف، فايض

كه څه هم په لوېديزو هېوادونو كې يواځې انګليس يو استعماري هېواد نه دى؛ بلكې فرانسه، ايټاليا، اسپانيا، بلجيم، جرمني، پرتګال او ډېرى نور هېوادونه استعماري مخينه لري. په اتلسمه او نولسمه پېړۍ كې دا يو لوى شوق و چې اروپايي هېوادو پرې خپله مينه ماتوله. آسيا او افريقا د اروپايي هېوادو د استعماري ځغل لوى ډګرونه وو، نن چې افريقا په لومړي قدم او آسيا په دوهم قدم كې دومره وروسته پاتې دي. علت يې دا دى چې دا دواړه براعظمونه د استعمار څپېړې وهلي دي. هغه مهال د چين غوندې يو لوى هېواد د انګليس د استعمار تر سيوري لاندې شپې سبا كولې او د ترياكو مشهوره جګړه پرې تحميل شوه. دغسې منځنى ختيځ خو لا ان چې د صليبي جګړو د ناخوالو شاهد و. د دې جګړو په سر كې فرانسه واقع وه چې بيا دا جګړې د لوى خداى (ج) په فضل د سلطان صلاح الدين ايوبي (رح) د يوه مؤمنانه قيادت په نتيجه كې ماتې شوې؛ خو متأسفانه د سلطان ايوبي تر ارتحال وروسته فرانسوي او نور غربي استعمار بېرته خپل ناولي لاسونه ورته راوغځول.

هغه لوى هندوستان چې نننى هند، پاكستان، بنګله دېش، سريلانكا، نيپال او نورې ګاونډۍ سيمې يې برخې وې او په برصغير يا براعظمګي يې شهرت دلود انګريزانو د شرقي هند د كپمنى يا (West India Company) په پلمه ونيو او ان چې افغانستان ته يې لاس راوغځېد او د مركزي آسيا د نيولو خوبونه يې هم ليدل. انګريزان دې باور ته رسېدلي وو چې كه يو، شل زره كسيز لښكر پر آمو سيند ور واړوو؛ نو روسان هلته زموږ مقابله نه شي كولاى، ايران هم د انګريز تر اغېز لاندې شپې سبا كولې او د انګريزانو په وسيله يې په لوېديز سرحد كې افغانستان ته ستونزې پيدا كولې.

خو له دې ټولو ملاحظاتو سره سره، انګريزانو د هندوستان د خوندي ساتلو لپاره د دې اړتيا ليده چې بايد افغانستان په يوه ډول نه يوه ډول په خپل لاس كې ولري؛ خو انګريزانو چې له افغانانو سره په لومړي او دويم جنګ كې كومې ماتې وخوړې او ان چې د دوى سياسي نماينده مكناټن د غازي وزير محمد اكبرخان، غازي محمد شاه خان بابكرخيل او غازي سردار سلطان احمد خان سركار له خوا په ګډه ووژل شو، سر يې ترېنه پرې كړاى شو او د مشهور چهار چته بازار په دروازه كې وځړول شو يا دغسې چې د لومړي جنګ په پاى كې له افغانستانه د خپلو لښكرو د ايستلو پر مهال په ګندمك كې د غازي محمد اكبر خان په مشرۍ د افغاني غازيانو له كوم غبرګون سره مخ شو يا يې په دوهم جنګ كې كومه ماته ولېده او په ميوند كې يې د غازي محمد ايوب خان په مشرۍ د افغاني غازيانو د مټو كوم زور وليد، نو دا تمه يې وشلېده چې افغانستان به په مستقيمه توګه اداره كړاى شي، نو په دې فكر كې شو چې په افغانستان كې يو داسې څوك واك ته ورسوي چې لږ تر لږه يې بهرني سياست د انګريز تر اغېز لاندې وي. كه څه هم انګريزانو لومړنى ګام په ۱۸۳۸ كې واخست چې د شاه شجاع او رنجيت سنګ د ۱۸۳۴ كال تړون يې پرې درې اړخيز كړ او بيا يې په ۱۸۳۸ كې د شاه شجاع تر پاچا كولو وروسته بيا پرې توشيح كړ چې د هغوى په غلط اند حقوقي اعتبار پيدا كړي؛ خو حقيقت دا دى چې شاه شجاع خو د انګريز په مټ واك ته ورسول شو او تر كابله ورسول شو؛ خو بالاخره د افغاني غازيانو د يوه مشر شجاع الدوله د نواب محمد زمان د زوى له خوا په سياه سنګ كې ووژل شو. شجاع الدوله د محمد زمانخان زوى د سردار محمد خان لمسى، د سردار پاينده محمد خان كړوسى او د حاجي جمال خان كودى و.

انګريزانو دوهم ګام هغه مهال واخست چې د شاه شجاع تر وژلو وروسته يې نظربند دوست محمد خان له هنده بېرته كابل ته راواستاوه چې دوهم پلا يې يوويشت كاله پاچهي وكړه.

انګريزانو پر دوست محمد خان د ۱۸۵۵ كال د جمرود تړون او بيا د ۱۸۵۷ تړون تحميل كړ. د جمرود په تړون كې دوست محمد خان ومنله چې د انګريزانو دوست به خپل دوست او د انګريزانو دښمن به خپل دښمن ګڼي. دوست محمد خان د دې تړون په منلو تر دې وخته د افغان ولس ټول رشادتونه او قربانۍ پر سيند لاهو كړې؛ خو كله چې شير علي خان پاچا شو، د امبالې كنفرانس پر مهال يې انګريز وايسرا ته وويل چې پلار يې دوست محمد خان ورسره څومره لوزنامې لاسليك كړي هغه ټولې د ده له خوا لغو دي، خو انګريزانو پر دې خبره غوږونه كاڼه واچول، بيا چې انګريز او روسانو له دوو خواوو نه پر امير شير عليخان مرحوم كوم فشارونه راوړل، هغه پر افغانستان د راوستې تراژېدۍ يوه ستره برخه تشكيلوي. د شر عليخان تر مرګ وروسته چې له يوې خوا پرې انګريزانو خپل بريد پيل كړى و او له بلې خوا روسانو منفي ځواب وركړ، محمد يعقوب خان خلكو پر پاچهۍ ومانه، هغه ځان انګريزانو ته وسپاره او هغوى پرې د (۱۸۷۹) د ګندمك شرمېدلى تړون چې د ډيورنډ د لوزنامې (۱۸۹۳) اساس شو، وتاپه او په ۱۸۹۳ كې پر امير عبدالرحمن خان د ډيورنډ لاين لوزنامه وتپل شوه. انګريزانو په دې لوزنامې سره له افغانستان سره د خپل نفوذ سيمې معلومې كړې او هېڅكله د يوه رسمي بين المللي سرحد په معنا نه و؛ خو افغان مورخ پوهاند ډاكټر محمد حسن كاكړ مرحوم په دې باور و چې د ده د څېړنې له مخې يوه دغسې سند نشته چې عبدالرحمن خان او ډيورنډ دواړو پرې لاسليكونه كړي وي، يعنې د ډيورنډ كرښې راپاتې لوزنامه فقط يوه مسوده وه.

كله چې انګريزانو په لومړي او دويم نړيوال جنګ كې ډېر زيانونه وليدل او په ۱۹۱۹ كې امان ا… خان د افغانستان د بشپړ سياسي استقلال اعلان وكړ او په هند كې هم تر ټولو د مخه د هند مسلمانو مشرانو لكه حاجي امداد ا… مكي، مولانا قاسم نانو توي او نورو علماو د انګريزانو پر وړاندې مبارزه پيل كړه چې په دې توګه شيخ الهند مولانا محمود الحسن ديوبندى، مولانا محمد علي جوهر او ورور يې، مولانا ابوالكلام ازاد او نورو ادامه وركړه او بيا په دې منځ كې مهاتما ګاندي هم له جنوبي افريقا راغى او د مبارزې بيرغ يې پورته كړ؛ نو انګريزان پر دې پوه شول چې نور په هند كې ورته پاتې كېدل ناشوني دي. د ۱۹۴۵ كال په انتخاباتو كې د بريتانيا د محافظ كار ګوند تر ماتې وروسته د بريتانيا مشهور صدراعظم «چرچل» د هند انګريز وايسراى «لارد ويول» ته وويل چې:

«Keep a bit of India»

د هند يوه برخه ځانته وساته. ويول د هند د وېش پلان جوړ كړ او بيا يې د تطبيق لپاره لارډ مونټ بيټن چې د بريتانيا د شاهي كورنۍ غړى و، ور واستول شو. هغه برخه چې چرچل يې سپارښتنه كړې وه د هند شمالي سرحدي سيمه يا اوسنى پاكستان وټاكل شو.

هند په ۱۹۴۷ كې پر دوو برخو: هندوستان او پاكستان ووېشل شو، خو د افغانستان د هغه وخت د حكومت (د محمد ظاهر شاه په مشرۍ) له انګريز نه وغوښتل چې د ډيورنډ كرښې په وسيله د بريتانوي هند تر نفوذ لاندې راوستل شويو افغاني ځمكو برخليك معلوم كړي؛ خو انګريز پرې خپل غوږونه كاڼه كړل. انګريزانو له يوې خوا د كشمير مسأله د هند او پاكستان ترمنځ لاينحله پرېښوده او له بلې خوا د ډيورنډ لاين مسأله. كه څه هم افغان شاهي دولت په همغو لومړيو كې خپل استازى ډاكتر نجيب ا… توروايانا د پاكستان لومړني ګورنر جنرال محمد علي جناح ته ورواستاوه  چې هغه ورسره ښه چلند وكړ او ژمنه يې وكړه چې د دې اختلافي ټكي په حل كې به ورسره مرسته وكړي، خو تر هغه وروسته مشرانو په دې باب يو ښه تصور نه درلود او د دې اختلافي ټكي په حل كې يې د تاريخي اسنادو او شواهدو له مخې كوم مثبت ګام وانخست.

حقيقت دا دى چې پاكستاني مشرانو خو په دې اړه كوم ګام وانخست چې نه يې غوښتل وايي خلي او په دې كې يې تر شا د بريتانيا ملاتړ هم درلود؛ خو د افغان مشرانو اقدامات هم ډېر مقنع نه ښكاري. په ۱۹۴۹ كې چې پاكستاني الوتكو مغلګۍ بمبار كړه شاه محمود خان د افغانستان صدراعظم و. تر دې پېښې شاوخوا يوه مياشت وروسته افغان ملي شورا له انګريزانو سره كړي ټول تړونونه او لوزنامې لغو اعلان كړې چې په دې كې د ډيورنډ لاين لوزنامه هم وه  او ان چې د ۱۹۲۱ تړون هم. له دې نېټې نه وروسته د افغانستان او پاكستان پر سياسي مناسباتو د شك او بې باورۍ سيورى وغوړېد چې تر ننه پورې دوام كوي، كه كله هم د دواړو هېوادو مناسبات لږ ښه شوي، نو هم مقطعي ثابت شوي او ډېر دوام يې نه دى كړى.

حقيقت دا دى چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ دوستانه مناسبات هم «ضرورت» دى هم «مجبوريت» دى او هم «مصلحت» خو مشكل دا دى چې پاكستان په دې اړه تاريخي حقايقو ته غاړه نه ږدي او افغانستان د خپلې كمزورۍ د عذاب ترخه څكي؛ خو په هر حال دا ستونزه د تاريخي حقايقو په منلو سره يوې سياسي حل لارې ته اړتيا لري.

په تېرو ورځو كې د اروپايي پارلمان مرستيال ريچارډ چارنسكي (Ryzard Czarnrcki) يو نوى بحث راپورته كړ. كه څه هم دا بحث نوى هم نه دى؛ خو نوى پر دې دى چې په لومړي ځل په دومره صراحت له يوې لوېديزې مهمې مرجع نه يو دغسې غږ راپورته كېږي، نوموړى وايي:

د تروريزم د پاى ته رسولو لپاره هغه وخت رارسېدلى چې د ډيورنډ كرښې په ايستلو كې تاريخي تېروتنه جبران او د تاريخي حقيقونو پراساس له سره كښل شي. هغه وايي د دې لپاره چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ ايستل شوې د ډيورنډ كرښه د نړيوال تروريزم په مركز بدله شوې، لازمه ده چې اروپا او امريكا په افغانستان كې د تلپاتې سولې لپاره خپله پاليسي بدله كړي. هغه زياتوي: «پاكستان د دې لپاره چې پر ډيورنډ كرښه برلاسى وي په سيمه كې لاسوهنو او بې ثباتې ته دوام وركوي» چارنسكى زياتوي، په كار ده چې لوېديز هېوادونه د دې مصنوعي پولې په اړه خپل پخوانى دريځ بدل كړي او په دې سيمه كې د تاريخ او حقايقو پر اساس پخوانۍ پوله احيا كړي، بلوڅ او پښتانه چې په زور جلا كړاى شوي، بېرته له خپلې اصلي سيمې سره يو ځاى او د افغانستان تر حاكميت لاندې راوستل شي.

هغه زياتوي:

«بلوچستان او د پاكستان پښتنې سيمې چې په زوره له بريتانوي هند سره يو ځاى كړاى شوې بايد بېرته خپل اصلي هېواد، افغانستان ته وروګرځول شي.» چارنسكي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر پېښې لوېديزو هېوادو ته د خطر زنګ و؛ خو هغوى د دې پرځاى چې د خطر دغه زنګ واوري، سيمې ته پوځونه واستول، او اجازه يې وركړه چې ستونزه لا ژوره شي. چارنسكي زياتوي چې تر ډېرى مرګ ژوبلې وروسته اوس هغه وخت راغلى چې په دې اړه خپله تېروتنه اصلاح كړو.  مسير ورځپاڼه (۲۵-۲-۱۳۹۶) نېټې كڼه.

كه څه هم د دې مسألې ډېر دارمدار په دواړو ګاونډيو هېوادو پورې اړه لري؛ خو په دې كې شك نشته كه چېرې لوېديز هېوادونه (اروپا او امريكا) په دې اړه د يوه عادلانه قضاوت او تاريخي حقايقو او شواهدو له لارې عادلانه منځګړيتوب وكړي، لرې نه ده چې دا موضوع د حل يوه معقوله لار ومومي او دا هله كېداى شي چې هم د قضيې لوري او هم منځګړي مغرضانه نه؛ بلكې عادلانه ګام پورته كړي، كه دا نه وي د اوسنۍ بې باورۍ ترخه نتايج به دواړه ګاونډي هېوادونه ګواښي چې دا حالت د يوې اوږدې او نامعلومې مودې يو ډېر ډېر ستومانوونكى مزل دى او په حقيقت كې د يوه هېواد په ګټه هم نه دى. دلته بايد دا حقيقت هم هېر نه كړو چې پخوا د افغانستان او پاكستان ترمنځ يواځې پر ډيورنډ كرښه اختلاف چې لاهم پر ځاى دى، خو اوس دې اختلاف نوي ابعاد خپل كړي دي چې كه ډيورنډ كرښه حل هم شي هغه نور ابعاد به يې يو بل سرخوږى وي.

دا وګورئ

د پاكستان د انزوا ناسمه ادعا!

عزيز چوپان له ډېره وخته له حكومتي ادرسه دا ادعا كېږي چې پاكستان دا مهال ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *