پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / يوناما: په تېرو څلورو مياشتو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

يوناما: په تېرو څلورو مياشتو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دې موده كې د جګړو، د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو او هوايي بريدونو له امله ٢٨٣ افغان ماشومان وژل شوي او ٧٠٤ نور ټپيان شوي دي

ښكېلې غاړې دې د جګړو پر مهال هغه ټول احتياطي اقدامات په پام کې ونيسي چې له امله يې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي

کابل – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) ويلي چې په دې هېواد کې د روان زېږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په کچه کې ٢١ سلنه زياتوالى راغلى دى.

د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي،  د ٢٠١٧ زېږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د جګړو، د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو او هوايي بريدونو له امله ٢٨٣ افغان ماشومان وژل شوي او ٧٠٤ نور ټپيان شوي دي.

يوناما په افغانستان کې د جګړې له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچې پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچې د راټيټولو لپاره دې چټک ګامونه پورته کړي.

سرچينې زياته كړې، ښكېلې غاړې دې د جګړو پر مهال هغه ټول احتياطي اقدامات په پام کې ونيسي چې له امله يې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي او په هغو سيمو كې دې د چاودېدونکو توکو له کارولو ډډه وکړي چې ملکيان په کې اوسېږي.

يوناما د روانې مياشتې په اوومه نېټه ويلي و، د ٢٠١٧ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې په افغانستان كې نږدې ٢٢٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور سلنه کموالى په ګوته کوي.

د يادولو ده چې د پژواک د راپور پر بنسټ، د روان زېږديز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د ملکي وګړو، دولتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو په ګډون ٦٥٠٠ کسان وژل شوي او ټپيان دي.

دا وګورئ

روزنامه تایمز امریکا: خصوصی سازی جنگ افغانستان بلای عظیمی را بالای افغانها خواهد آورد

  با توجه به پیشینۀ ناگوار شرکت امنیتی بلک واتر در عراق و افغانستان، در ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *