سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په کلات کې له ١٢ کلونو وروسته دوه تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

په کلات کې له ١٢ کلونو وروسته دوه تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

دغه ښوونځي د کلات ښار جنوب ختیځ ته په خالا او سید جان کلیو کې موقعیت لري چې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي وو(حاجي عبدالرزاق)

کلات – د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د کلات ښار په څنډو کې هغه دوه ښوونځي چې له تېرو ١٢ کلونو راهیسې تړل شوي وو، بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

د دې ولایت د پوهنې ریاست ښاري مدیر حاجي عبدالرزاق پرون پژواک ته وویل، دغه ښوونځي د کلات ښار جنوب ختیځ ته په خالا او سید جان کلیو کې موقعیت لري چې د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي وو.

نوموړي زياته كړه، د سیمه ییزو اوسېدونکو په همکارۍ وتوانېدل چې ياد ښوونځي بېرته پرانیزي او په خبره يې په لومړۍ ورځ ورته شاوخوا څلور سوه نجونو او هلکانو نوم ليکنه وکړه.

عبدالرزاق وايي، تر دې وړاندې په دې سيمو کې د نړيوال ګډون پروګرام (GPE) له لارې زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېدې.

په زابل کې د همدې پروګرام مسوول عبدالناصر جمال ويلي، له تېرو دوه کلونو راهيسې دوى د يادو ښوونځيو د خلاصولو هڅې کولې چې بالاخره دې موخې ته ورسېدل.

جمال زياتوي، د زابل په نورو سیمو کې هم د دوى هڅې روانې دي، ترڅو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزي.

د زابل د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ٢٥٠ ښوونځيو څخه نيمايي يې د نا امنيو له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم: حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دی، په چاودنو او ډزو د معترضینو وژل د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *