یکشنبه , اګست 20 2017
تازه
کور‌پاڼه / افغانستان / ٣٥ کلن پوليس: حکومت د عمر له وجې له دندې لرې كړى يم

٣٥ کلن پوليس: حکومت د عمر له وجې له دندې لرې كړى يم

که حکومتي چارواکي مې بېرته دندې ته ستون نه كړي، نو له خپلې کورنۍ سره به سوال کولو ته اړ شم

ښرنه – په پکتيکا کې يو داسې پوليس له دندې ګوښه شوى چې خپل دوه وروڼه يې په همدې لار کې له لاسه ورکړي او د همدې دندې له امله يې طالبانو کور هم سوځولى دى.

دغه پوليس سرتېرى ٣٥ کلن سراج الدين دى چې د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګاني سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

هغه پرون له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل: “ما او وروڼو مې څو کاله مخکې په داسې حالاتو کې په پوليسو کې وظيفه واخيسته چې هېچا هم دې کار ته زړه نه ښه کاوه.”سراج الدين زياته کړه: “په همدې لاره کې مې اخر دوه وروڼه شهيدان شول، زه هم دوه ځلې زخمي شوم، اوس مې د وروڼو ښځې او بچيان ماته پاتې دي او اقتصاد مو هم ډېر ضعيف دى.” د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کورنۍ يوازينى ډوډۍ پيدا کوونکى همدى دى چې د ١٨ کسانو سرپرستي کوي.

هغه وويل: “حکومت د دې پر ځاى چې له ما سره مرسته وکړي، د يتيمانو غمه راسره وخوري، له وظيفې نه يې د دې لپاره لرې کړى يم چې وايي عمر دې ډېر دى نور وظيفه نه شې کولاى.” د سراج الدين په وينا، دى ٣٥ کلن دى، خو غمونو سخت خراب کړى، نو ځکه پوخ ښکاري.

هغه زياته كړه، که حکومتي چارواکي يې بېرته په دنده کې جذب نه کړي، نو دى به له خپلې کورنۍ سره سوال کولو ته اړ شي. د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک پژواک ته وويل چې د عمر د ډېروالي له امله سراج الدين له دندې ګوښه شوى دى. خو د ده په خبره، د سراج الدين اداري چارې خلاصې شوې دي او ډېر ژر به د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې جذب شي.

دا وګورئ

د امریکا د ویټرنز ټوډې رسنۍ اجرائیه مسوول جېمز ډین: د افغانستان هیرویین د امریکا سیاسي کمپاینونه او د دغه هېواد د جګړو لګښتونه تمویلوي

  د امریکا پوځي ماموریت د افغانستان د اپیمو تولید پراخ او ازاد کړی او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *