پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / وسله وال طالبان: له کابل سره سوله د تسلیمېدو په معنا ده

وسله وال طالبان: له کابل سره سوله د تسلیمېدو په معنا ده

طالبان له پخوا هم د سولې خبرو ته لېواله نه وو او په افغانستان کې وروستیو امنیتي حالاتو د دغې ډلې جنګي دریځ نور هم ټینګ کړی دی(ماروین وینباوم)

کابل – په داسې حال کې چې واشنګټن افغانستان ته د اضافي امریکايي پوځيانو پر لېږلو غور کوي، طالبانو له کابل سره د سولې امکان رد کړ.

طالبانو د ملي يووالي حکومت سره د سولې هر ډول تړون په غوڅو ټکو رد کړی او ویلي یې دي چې سوله “دښمن” ته د وسلو اېښودولو په معنا او د دې ډلې د اسلامي عقیدې خلاف ده.

د طالبانو په یوې اعلامیې کې ویل شوي: “د اسلامي امارت دریځ معلوم دی. د وسلو اېښودل او له دښمنانو سره د هغوی د ناوړه هدفونو په ترلاسه کولو مرسته یوازې دا نه چې د میلیونونو شهیدانو له ارواوو سره جفا ده، بلکې د شرعیت خلاف هم ده.”

د طالبانو یوه ویاند په خپلې اعلامیې کې همدغه راز هغه راپورونه هم بې بنسټه بللي چې ګنې په افغانستان کې ځینو طالب مشرانو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو استازو د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند له غړو سره اړیکې نیولې دي.

په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټیټیوټ پروفیسور ماروین وینباوم وايي چې طالبان له پخوا هم د سولې خبرو ته لېواله نه وو او په افغانستان کې وروستیو امنیتي حالاتو د دغې ډلې جنګي دریځ نور هم ټینګ کړی دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په ټپه درېدلې دي او دواړو غاړو جګړو ته زور ورکړی دی.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *