پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: سپينې ماڼۍ محرم معلومات نه دي راکړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: سپينې ماڼۍ محرم معلومات نه دي راکړي

د امريکا ځينو لوړپوړو چارواکو دا موضوع تائيد کړې چې ټرمپ روسيې ته د داعش پر خلاف د يو شمېر ځانګړو عملياتو په هکله محرم معلومات ورکړي دي

مسکو – د روسیې د بهرنيو چارو وزارت هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې ټرمپ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ته محرم معلومات ورکړي دي. ماريا زاخوزوا له رسنيو سره په خبرو کې د امريکايي رسنيو هغه راپورونه رد کړي چې سرګي لاوروف له ټرمپ سره د ليدنې پر مهال د امريکا محرم معلومات ترلاسه کړي دي. تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن هم د رسنيو هغه ادعاوې رد کړې وې چې ټرمپ روسيې ته د داعش پر ضد د امريکا د مبارزې د ډول، سرچينو او معلوماتو په هکله معلومات ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ځينو لوړپوړو چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې دا موضوع تائيد کړې وه چې ولسمشر ټرمپ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په کتنه کې هغه ته د داعش پر خلاف د طرحه شويو يو شمېر ځانګړو عملياتو په هکله محرم معلومات ورکړي دي. دې راپورونو د ټرمپ پر خلاف هغه اعتراضونه چې د اېف بي آی د مشر تر ګوښه کولو وروسته نوموړی ورسره مخامخ شوی و، دوه برابره کړي دي. خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مک‌ ماسټر خبریالانو ته وویل: “د امریکا ولسمشر ته تر بل هر څه زیات د امریکا د خلکو امنیت مهم دی او هغه جدي ګڼي. هغه معلومات چې وړمه شپه خپاره شوي غلط دي. ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر یو لړ هغو ګواښونو چې دواړو هېوادونو ته متوجې دي، خبرې کړې دي. د مثال په توګه د هغه ګواښ په اړه چې د ملکي هوایي چلند شبکې ته متوجې دی، خو هېڅکله هم د معلوماتي منبع یادونه ونه ‌شوه. ولسمشر د هغو پوځي عملیاتو په اړه چې له مخکې یې خبر نه ‎دی ورکړل شوی، خبرې نه ‎دي کړي. د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټېلرسن په ګډون دوو نورو امریکایي چارواکو چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، همدغه زما خبره کړې ده.”

دا وګورئ

د حامد کرزي بنسټ په کابل کې د پوهاند محمد فاضل فاضل علمي او تعليمي خدمات ونمانځل

پوهاند فاضل د علمي شخصيت ترڅنګ د ښوونې او روزنې په برخه کې پياوړې هڅې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *