پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د یو ښه افغانستان لپاره اتصال

د یو ښه افغانستان لپاره اتصال

لیکوال: وانګ یوي

د کمربند او سړک د نوښت مطلب څه دی؟ که په کلیمه کې یې ووایو: اتصال.   د چین ولسمشر شي جين پینګ یو ځل ویلي و، «هغه اتصال چې موږ یې نن په اړه خبرې کوو، یوازې د سړکونو او پلونو د رغولو یا د نړۍ له بېلابېلو سیمو سره د اورګاډو د لیکو د تړلو په معنا نه دی. اتصال باید په پینځو برخو کې یعنې د پالیسو د همغږۍ، د اتصال د اسانتیاوو، ازادې سوداګرۍ، مالي یو موټيتوب او د خلکو ترمنځ د اړیکو په پراخولو سره د زېربناوو، ادارو او خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې درې اړخیز ترکیب وي. د دغه نوښت موخه دا ده چې د اتصال پرانیستې، پراخه او څو اړخیزه شبکه رامنځته کړي چې د ټولو ونډه والو وړتیاوې او سرچینې سره یو ځای کړي.»

بشري ټولنه یوې څلورلارې ته رسېدلې. نړۍ به لا پسې پرانیستل شي که وبه تړل شي؟ دا د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو سخته پوښتنه ده. چین له یو بل سره د تړلې نړۍ پلوي کوي او په همدې موخه یې د اتصال لپاره یو پینځه برخې درلودونکی پلان وړاندیز کړی دی. لومړۍ برخه یې چې د پالیسيو همغږي ده، باید د سلامشورو او دوستانه خبرو اترو له لارې ترسره شي. د لارو په اوږدو کې پراته هېوادونه باید په ګډه د سیمه ییزو همکاریو لپاره پلانونه جوړ او داسې پالیسۍ تطبیق کړي چې د اقتصادي همکاریو ساتنه کوي.

له دویمه اړخه د اتصال اسانتیاوې په څلورو برخو کې د زېربنايي رغونې معنا لري چې ټرانسپورټ، بندرونه، انرژي او د سرحدونو ترمنځ د نوري فایبر له لارې د ارتباطاتو شبکې پکې شاملې دي.

درېیم ټکی ازاده سوداګري ده. د لارو په اوږدو کې پراته هېوادونه هڅول کېږي چې د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر د پیلېدو لپاره سره خبرې وکړي، د سوداګرۍ په مقابل كې د پرتو خنډونو د لیرې کولو لپاره ګامونه واخلي، لا اغېزمن او ګټور سیمه ییز اقتصاد او ګډو ګټو ته د ودې ورکولو لپاره پر پانګونې او سوداګرۍ کېدونکي لګښتونه راټیټ کړي.

څلورم مالي یووالى، که د کمربند او سړک په اوږدو کې پراته هېوادونه د اسعارو په تبادلې او د داخلي اسعارو د کارولو په لارو چارو پوه شي، نو د پانګې د دوران لګښت به ډېر ټیټ او د مالي خطر په مقابل كې مقاومت پیاوړی شي. مالي ادغام به د یوې سیالې او جوګه سیمه ییز اقتصاد له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

وروستی، خو مهم ټکی د خلکو ترمنځ اړیکې دي. هغه هېوادونه چې له دغه نوښت سره یوځای کېږي، باید د تعلیم، ځوانانو، فرهنګ او توریزم په ګډون بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتو وي. فرهنګي تبادله یو بل ته د دروازو د پرانیستلو او د یو بل منلو ته د ودې ورکولو لامل ګرځي او دغه کار د لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د خپلمنځي همکاریو پراختیا ته زمینه برابروي. اتصال د نړیوالو همکاریو چلوونکی ځواک دی. د چین یوه موخه دا هم ده چې له اوسنۍ نړۍ سره د کمربند او سړک د نوښت چوکاټ کې د اتصال په پراخولو سره د نړیوالتوب او نړيوالې حکومتولۍ په وده او غوړېدا کې خپله ونډه ولوبوي. په دغو برخو کې اتصال د دوامداره پرمختګ او پاینده امنیت کونجي ده. افغانستان د دغه بهیر لومړنی مثال دی.

کله چې زه د کمربند او سړک د نوښت په اړه افغانستان کې جوړېدونکو سیمینارونو کې ګډون کوم، نو افغانان د دغه نوښت او په هغه کې د افغانستان د ځانګړي رول او ونډې په اړه خورا مهمې څرګندونې کوي. ډېر افغانان د کمربند او سړک نوښت ته د یوه زرين چانس په سترګه ګوري او هیله لري چې دا به افغانستان کې د سولې او پرمختګ لامل وګرځي. د افغان ولسمشر ستر سلاکار محمد همایون قیومي هم اتصال ته خورا اهمیت ورکوي. هغه باورمن دی چې اتصال به سیمه ییز پرمختګ ته په ډراماټیک ډول وده ورکړي. د افغانستان حکومت هیله من دی چې د خپل هېواد له جیوپولټیک موقعیت څخه اقتصادي ګټه واخلي. دا هېواد چمتو دی چې د نوري فایبر د کېبلونو، ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې اتصال ته وده ورکړي. اتصال به د اسیا -اروپا د نښلوونکي مرکز په توګه د دغه هېواد رول پیاوړی او افغانستان په وچه کې له یوه ایسار هېواد څخه د ځمکې له لارې په تړلي هېواد بدل کړي.

افغانستان کېدای شي له مرکزي اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او آن کښته د هند له سمندر سره د چین د اتصال په نښلوونکي مرکز واوړي. افغانستان او چین له هیلو همدې ډکې راتلونکې ته په کتو سره افغانستان ته د چین – پاکستان د اقتصادي کاریډور د غځېدو د امکان په اړه پر خبرو اترو بوخت دي. د کمربند او سړک نوښت او  دغه راز د انسانانو د ګډې راتلونکې لپاره د ټولنې مفکوره د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې لیکل شوې ده. په هغو کې اشاره شوې  چې د کمربند او سړک نوښت د جامع همغږیو د یوې ټولګې په توګه کولی شي چې د عواملو په حل کې مرسته وکړي او هغو اوږدمهاله ستونزو ته حللاره ومومي چې د افغانستان حکومت ورسره مخامخ دی.

اتصال، سیمه ییز اقتصاد او فرهنګي پرمختګ کولی شي چې د افغانستان حالات په بېړنۍ توګه بدل کړي، د تاوتریخوالي او بېوزلۍ شریره کړۍ ماته کړي او په دې توګه د سیمه ییزې او نړیوالې حکومتولۍ لپاره یو ښه مثال شي.  امریکايي ستراتیژیست پاراګ خانا د کنکتوګرافۍ په نوم خپل کتاب کې لیکلي چې ۲۱مه پېړۍ کې به د اتصال کچه د سیالیو برخلیک ټاکي.

په راتلونکو ۴۰ کلونو کې به پر زېربناوو پانګونه تېر ۴۰۰۰ کاله تر سیوري لاندې راولي. دودیز نړیوالتوب، په ځانګړې توګه د تعرفې له منځه وړل نړیوال اقتصاد ته حد اکثر ۵ سلنه وده ورکولی شي، خو پر اتصال په تمرکز سره د نړیوال کېدو نوې بڼه کولی شي دغه کچه تر ۱۰ او ۱۵ سلنې لوړه کړي. بلومبرګ یو ځل د مککینسي او کمپنۍ یوه وړاندوینه را نقل کړې وه چې وايي د کمربند او سړک نوښت به تر ۲۰۵۰ کال پورې د نړۍ له اقتصاد سره وده کې ۸۰ سلنه ونډه واخلي او درې میلیارده خلکو ته به د منځنۍ کچې ژوند برابر کړي.

تر راتلونکو لسو کلونو پورې به دغه نوښت د شاوخوا دوه نیم تریلیونه ډالرو سوداګرۍ ته اسانتیا برابره کړي. د کمربند او سړک نوښت له شک پرته د نړیوال کېدو پیاوړی ځواک دی. دا به د نړیوالتوب مخکنى لرلید نوی او له مادي اړخه په یوه بډایه، پرانیستي، متوازن، ټول شموله او په متقابلو ګټو ولاړ هغه واړوي.

د اوسنۍ نړۍ د داخلي او جهاني حکومتولۍ ګڼې ستونزې او ننګونې څه ناڅه همدا د اتصال له نشتوالي سرچینه اخلي. ولسمشر شي جين پینګ یو ځل ویلي و چې که «کمربند او سړك» د اسیا له دوو وزرونو سره پرتله شي، نو اتصال به د دغه مرغه د شریانونو او رګونو معنا ولري. د نړۍ د پرمختګ بهير ښيي چې په دغو پینځو مهمو ابعادو کې اتصال، د نړۍ د ښې اقتصادي ودې، نړیوالې حکومتولۍ او نړیوال کېدو زېری ورکوي.

دا وګورئ

د پاكستان د انزوا ناسمه ادعا!

عزيز چوپان له ډېره وخته له حكومتي ادرسه دا ادعا كېږي چې پاكستان دا مهال ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *