پنجشنبه , اګست 17 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / چېرته چې پر فساد د شرم پر ځاى وياړ كېږي!!

چېرته چې پر فساد د شرم پر ځاى وياړ كېږي!!

زموږ په رسنيو كې هره ورځ چې كوم خبرونه او راپورونه خپرېږي، يوه زياته برخه يې د ولسمشر، د مرستيالانو يې، د وزير، رئيس، والي جګپوړيو نورو محلي او مركزي چارواكيو پر فساد، ظلم زور، غصب، بې كفايتۍ او نورو هغو ناوړو كړو وړو راڅرخي چې يو باعزته او با ابرو انسان يې په اورېدو او لوستو خولې خولې شي.

خو له ولسمشره تر وزير او نورو جګپوړيو چارواكيو پورې د يوه هم د خولې خوند پرې خراب نه دى. دغه حالت موږ ته د خپلې ټولنې بڼه او تصوير مخې ته ږدي چې نه د لوېديزې ولسواكۍ په كچ او مېچ برابر دى، او نه زموږ د ولس هغه ساده معنويت او هويت راته پاتې دى. عام افغان به د څه لپاره خپلې راتلونكې ته هيله من شي؟ په كومه ټولنه كې چې قانون او اصول تر پښو لاندې شي، د معنوي ارزښتونو جنازې پكې د وخته پورته شوې وي هلته به د انسان ژوند يوازې د زور په مټ تعريفېږي چې دا ښكاره د ځنګل قانون دى.

دا چې نن زموږ هېواد د پردۍ جګړې په لمن كې ښكېل دى. ولس مو په ماتم كې ډوب دى، چارواكي مو پر خپل كور او كلي د پرديو پر غوبل چوپ او بې پروا دي، ځينې يې تر دې هم وړاندې د خپلو د وژلو لپاره پرديو ته په انتظار ناست دي. د روڼ اندو او مدني فعالانو په نامه د جاسوسۍ شبكې فعالې دي، په پرديو سفارتونو غومبر جوړ دى. د غلا، لوټ او خيانت بازار ګرم دى.

اساسي لامل يې دا دى چې موږ د لوېديزې ولسواكۍ په خومار كې خپل ارزښتونه او خپل معنويتونه وبايلل. زموږ ولس ساده ژوند درلود خو سپېڅلي خصلتونه يې درلودل. د غلا او فساد د دغسې تور دوران تصور يې نشو كولاى چې اوس پرې حاكم دى. د څو ټنګو لپاره يې خپل شخصيت د هر ناكس په دربار كې نشواى ذليلولاى.

دا خو پرېږده چې تر ډېره حده په حاكم او مطرح پاړكي كې زموږ د ټولنې هغه درانه خصلتونه ورك دي. د هغه ټولنې له ارزښتونو څخه هم بېغمه دي چې دوى يې كټ مټ تقليد د اسماني حكم په څېر تبليغوي.

دا چې لامل يې پخپله لوېديز دى بېله خبره ده، خو نن چې زموږ په سياسي پاړكي كې څومره فساد دى، د ټول لوېديځ د بربادولو لپاره كافي دى. فساد چې داسې پړاو ته واوړي چې مفسد د شرم پر ځاى وياړ پرې وكړي، بيا د هغه ټولنې جنازه پر اوږو در واخله، الله دې زموږ پر ولس ورحمېږي، الله دې زموږ پر ولس ورحمېږي.

دا وګورئ

زموږ پر هېواد د پرديو د شوم سيوري شومې پايلې

د بلخ د والي د شخصي ساتونكيو لخوا د بلخ د هوايي ډګر كلابندي او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *